د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د فراه د پرچمن ولسوالۍ د ۳۱ مرکزونو رايې باطلې شوی


د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي احمدضیا رفعت
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي احمدضیا رفعت
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته د ثبت شوېو شکایتونو د څېړولو د لومړنی پایلې له مخې، د فراه ولایت د پرچمن د ولسوالۍ د رايي اچونې د ۳۱ مرکزونو رايې باطلې اعلان شوې.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکو د جمعې په ورځ په کابل کې وویل، چې اټکل کېږي، تر راتلونکو څو ورځو دغه کمیسیون ته د ورسېدلو شکایتونو له څېړولو وروسته، په بېلابېلو ولایتونو کې د رايي اچونې د ځینو مرکزونو او محلونو، رايې باطل اعلان شي، د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړی احمد ضیا رفعت په دې اړه وايي:

(د فراه ولایت د پرچمن د ولسوالۍ د رايي اچونې د ۳۱ مرکزونو چې د رایو ۶۲ محلونه کیږي، د جدي سر غړونې له امله يي رايي باطلې اعلان شوي دي.

که د ولسي جرګې کاندیدانو ته، دغه پرېکړه د منلو وړ نه وي، نو کولای شي چې، د اعلان له خپرېدو درې ورځې وروسته د استیناف غوښتنه وکړي.)

د فراه ولایت د پرچمن په ولسوالۍ کې د انتخاباتو په ورځ د رايي اچونې ۳۴ مرکزونه پرانیستي و، چې له هغې څخه د رايي اچونې د ۳ مرکزونو رايې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا باطل اعلان شوې وې.

په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي، ولسي جرګې ته د هغو کاندیدانو د دوسیو د څېړلو خبر ورکوي، چې په انتخاباتي درغلیو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړی احمدضیا رفعت ازادۍ راډیو ته وویل، هر وخت چې د انتخاباتي شکایتونو څېړل پای ته ورسیږي، له دغو کاندیدانو سره به جدي برخورد وکړي.

(موږ اوس مهال د هغو دوسیو په څېړلو بوخت یو، چې یو شمېر کاندیدان په انتخاباتي درغلیو کې په لاس لرلو تورن دي.

زموږ څېړنې، چې پای ته ورسیږي، نو ښکاره ده، چې د درغلي کوونکو پر وړاندې، چې د قدرت په هره کچه کې چې وي، زموږ غبرګون به جدي وي .)

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکي همداراز زیاتوي، چې که د ولسي جرګې پر ځینو کاندیدانو، په انتخاباتي درغلیو کې د لاس لرلو تور ثابت شي، د رایو د باطلېدو سره بېره به دوي د عدلي او قضايي بنستونو ته ور وپېژندل شي او د دوي د دوسیو تر څېړل کېدو وروسته به يي نومونه هم اعلان شي.

ښاغلي رفعت وویل، چې د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون سره ډېر ثبت شوي شکایتونه له کابل ولایت څخه دي:

( کابل ، چې ۵۳۴ شکایتونه په کې ثبت شوي دي، د هغو ولایتونه په سر کې ځای لري ، چې ډېر شکایتونه په کې ثبت شوي دي او پنجشېر، چې ۱۲ شکایتونه په کې ثبت شوي دي، د هغو ولایتونو په سر کې ځای لري، چې لږ شکایتونه په کې ثبت شوي دي.)

تر دې مخکې هم د دغه هېواد د ولسي جرګې د انتخاباتو د رايي اچونې د یو شمېر صندوقونو رایې، تر بیا شمېرنې او څېړنې وروسته، د درغلیو او سرغړونو له امله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا باطل اعلان شوې وې.
XS
SM
MD
LG