د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د غورکاندیدانوهم د انتخاباتو په پروسې نیوکې وکړې


عبدالله هېواد د غور یو تن اعتراض کوونکي کاندید
عبدالله هېواد د غور یو تن اعتراض کوونکي کاندید
په داسې حال کې چې د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیونونه د ولسي جرګې په تېرو شوېو انتخاباتو کې د درغلیو په موندنه او څیړنه بوخت دي، د یو شمېر ولایتونو کاندیدان د ولسي جرګې تېر شوي انتخابات له درغلیو ډک او د نه منلو وړ بولي.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د غور ولایت نږدې یودیرش کاندیدانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړه او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه یي وغوښتل چې د ولسي جرګې انتخابات له سره ترسره کړي.

د غور ولایت اعتراض کوونکو کاندیدانو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په کار کوونکو تور ولګاوه چې دوي په غور ولایت کې د زور واکانو، نا مسوله وسله والو کسانو په امر په دې انتخاباتو کې درغلیو ته لاره هواره کړې او ان خپله یي په کې لاس درلود،یو شمېر دا کاندیدان په انتخاباتو کې شوی درغلۍ داسې بیانوي:

(زما نوم جمیله امام غوري دی، یو کس به راغی په پټو کې به یي درې سوه کارتونه راوړي وو ټول به یي د یو کاندید په ګټه پاڼې پرې ډکې په صندوق کې به یي واچولې.)

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي بیا د ولسي جرګې په تېرو شوېو انتخاباتو کې په درغلیو کې د کمیسیون د سیمه ایزو کار کوونکو لاس در لودل ردوي او وایي چې دوي په دې انتخاباتو کې د تقلبی راېو د موندنې په لټه کې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادۍ راډیو ته په ځانګړو خبرو کې وویل چې دی کمیسیون تر اوسه پورې اته دیرش کاندیدان چې په درغلیو کې یي لاس در لود پیژندلي او د نورو د موندلو په لټه کې دی.

د ولسي جرګې د انتخاباتو له ترسره کېدو چې کابو دوه اونۍ تېري شوي د غور ولایت لومړی ولایت نه دی چې په دې انتخاباتو باندې نیوکۍ کوي، بلکې تر دې مخکې هم د یوشمېر نورو ولایتونو ځینو کاندیدانو په دې انتخاباتو کې د درغلیو په اړه شکایتونه کړي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي وایي چې، دوي ته د دې انتخاباتو په اړه زرګونه دا ډول شکایتونه رسیدلي چې دوي یي په څیړنه بوخت دي.

راپور : ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG