د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ایا انتخاباتي ادارې به د درغلیو په اړه راپورته شوېو شکایتونو ته ځواب ووايي؟


د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو راپورونو زیاترو خلکو ته دا پوښتنه پيدا کړې چې ایا دغه درغلۍ تر دې حده وې چې د انتخاباتو مشروعیت دې تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.

د وږي د اوه ویشتمې نېټې په انتخاباتو کې د درغلیو د بېلابېلو ډولونو په اړه راپورنه ورکړل شول، په دسته جمعی او په سازمان شوې توګه د صندقونو ډکول، د زورورو کسانو او دولتي چارواکو له خوا د یوه ځانګړي کاندید څخه ملاتړ، له انتخاباتو څخه یوه ورځ مخکې د د صندقونو ډکېدل، د راېو په شمېرلو کې بې نظمی، د رنګ پاکېدل او داسې نور موارد هغه شکایتونه دي، چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته یو شمېر کاندیدان یي د انتخاباتو په ورځ د درغلیو په توګه یادوي.

یو شمېر دغه کاندیدان وايي، چې په ولایتونو کې یې سره له دې، چې د خلکو ګډون کم رنګه و، خو صندوقونه یي له رايي پاڼو ډک دي.

ولسي جرګې ته له غزني او کندهار ولایتونو څخه دوو کاندیدانو داود سلطان زوی او نورالحق علومي ازادۍ راډیو ته خپل شکایتونه داسې بیان کړل:

"د ټاکنو په ځینو برخو کې له زوره کار اخیستل شوی، د اړیکو نه کار اخیستل شوی، د حکومتي قوتو نه ګټه واخیستل شوه."
په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ثبت شوېو شکایتونو د څېړلو خبر ورکوي، د دغه کمیسیون چارواکي وايي، ۳۷۵۵ شکایتونه ور ورسېدلي، چې ۳۱۷۹ شکایتونه یی دسته بندي شوي دي.

دوي وايي زیاتره شکایتونه له کابل، خوست، ننګرهار، لغمان، بغلان او هرات ولایتونو څخه دي او له پروان، وردګ، پکتیکا، بلخ، جوزجان، سرپل، فراه، نیمروز او ارزګان ولایتونو څخه لږ شکایتونه ور رسیدلي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي احمد ضیا رفعت په دې اړه وايي:

"له هغو شکایتونو څخه، چې له امنیتي ارګانونو څخه رسېدلي دي یو شمېرکسانو، چې د انتخاباتو جعلي کارتونه کارولي دي، اعتراف یي کړی، چې د ځینو کاندیدانو په ګټه یي دغه کارټونه کارولي دي.

موږ د دغو دوسیو په څېړلو کار پیل کړی او پایلې به یی خلکو ته اعلان کړو، طبیعي ده، هغو کسانو، چې د ځینو کاندیدانو په ګټه د انتخاباتو جعلي کارټونه کارولي و، همدغو کاندیدانو ته به هم سزا واورول شي."

خو یو شمېر افغان کارپوهان د دغو شکایتونو څېړل له بل پلوه ارزوي، دغه کارپوهان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پر توانايي شک څرګندوي، دوي وايي کمیسیون د هغو جنجالونو له امله ویریږي د شکایتونو د جدي څیړنې له امله رامنځ ته کیدای شی.

بل خوا ځینې خلک د انتخاباتو په ورځ د پراخو درغلیو له امله شکایت کوي، یو شمېر کابل ښاریان وايي،چې ځینو ښځو د رایو په صندقونو کې د رایو له اچولو وروسته يي لاسونه په نکریزو سره کول او د دویم ځل لپاره به د رایو مرکزونو ته ورتللې.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، چې د رایو مرکزونو ته له ورتګ څخه د مخه د څارونکو له خوا به د ځانګړو کاندیدانو عکسونه ورښکاره کېدل، چې رایه ورته واچوي.

په همدې حال کې، داسې شکایتونه هم موجود دي، چې په ځینو ولایتونو کې د راېو کارټونه موجود نه و، بل خوا یو شمېر خلکو دا شکایت هم کوي، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ځینې کارکوونکي هم د انتخاباتو په ورځ په درغلیو کې لاس لري.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دغه کمیسیون په ځینو کارکوونکو لګول شوي تورنه نه ردوي او وايي، چې په دې برخه کې باید ثبوت او شواهد وړاندې شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د انتخاباتو په ورځ د انتخاباتو په شرایطو برابر څه باندې ۴ میلیون او ۳۰۰ زرو کسانو خپلې رایې وکارولې.

دوې زیاتوي، چې په دغه ورځ د رایو ۵۵۱۰ مرکزونه پرانیستي و او د رایو ۳۸۷ مرکزونه تړلي و.

بل خوا یو شمېرکارپوهان داسې وايي، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به د شکایتونو په څېړلو کې به د بانفوذ او زورواکو کسانو په رایو کې شفافیت په پام کې ونه نیسي،خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تل ټینګار کړی چې په بې طرفه توګه به شکایتونه وڅیړي.

ځینې کارپوهان په انتخاباتو کې د درغلیو څیړل د عامو خلکو لپاره هم مهم بولي، ځکه دوي غواړي چې رایې یې بې ځایه ولاړې نه شي، همدا راز هغه باور ته یې زیان ونه رسیږي چې دوي یې د انتخاباتو په ګډون په دیموکراتیکو پروسو لري.

دا راپور د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې هم اورېدلای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG