د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د کندز کاندیدان:د درغلیو مخه دې ونیول شي


د کندز کاندیدان
د کندز کاندیدان
په افغانستان کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د نا راضي کاندیدانو د انتقادونو په دوام د کندز ولایت نا راضي کاندیدان هم وايي چې د انتخاباتو په ورځ د ډول،ډول سرغړونو او درغلیو شاهدان ول .

ناراضي کاندیدانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې به جوړولو سره د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د درغلیو د څیړنې برخې ته جدي پام واړوي.

د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د کندز ولایت نه کاندید معین مرستیال وویل چې، د انتخاباتو په ورځ د تخنیکي ستونزو تر څنګ نا امنیو هم دوي ګواښلي دي:
د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د کندز ولایت نه کاندید معین مرستیال وویل چې، د انتخاباتو په ورځ د تخنیکي ستونزو تر څنګ نا امنیو هم دوي ګواښلي دي


"د انتخاباتو په ورځ یو لړ تخنیکي ستونزې هم وې او یو لړ يي هم غیر تخنيکي وې. تخنیکي ستونزې د رنګ مسله وه، د بېلابېلو ډولونو کارتونو استعمال وه، د جعلي کارتونو استعمال وه د خلکو له خوا څخه، بل امنیتي ستونزې وې."

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د کندز ولایت څخه یو بل کاندید ډاکټر بدخش بیا د انتخاباتي شکایتونو د څیړلو لپاره ټاکل شوې دوه میاشتنۍ موده اوږده وګڼله او د انتخاباتو له خپلوک څخه یې وغوښتل چې د دغې اوږدې مودې په را لنډولو سره دې د نورو درغلیو مخه ونیسي او پرې دې نه ږدي چې د درغلیو لمنه نوره هم پراخه شي.

خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړی سید مراد شریفي وايي چې د نوموړي ولایت د کاندیدانو شکایتونه دوی ته رسیدلي او په دې اړه به دوي څیړنې کوي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په وینا دوي ته د انتخاباتو په اړه څه باندې درې زره شکایتونه رسېدلي دي چې د دغو شکایتونو په سم ډول د څیړلو لپاره وخت ته اړتیا ده.

د دغه کمیسیون د چارواکو په وینا د افغانستان په ولایتونو کې هم د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیونونو له خوا شکایتونه تر څیړنې لاندې دي .

د یادونې وړ ده چې په کندز ولایت کې شپږ اتیا کسانو ځانونه د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره کاندید کړي ول چې له دغو کاندیدانو څخه یواځې اووه تنه نارینه او دوه ښځې د افغانستان ولسي جرګې ته لاره پیدا کولای شي .
XS
SM
MD
LG