د افغانستان د ولسي جرګې غونډه د څه باندې د دوه میاشتني ځنډ وروسته د شنبې په ورځ له سره جوړه شوه.
د افغانستان راتلونکي ولسي جرګې ته له ټول هېواد څخه څه باندې دوه زرو پنځه سووتنو ځانونه کاندید کړي چې د اوسني ولسي جرګې زیاتره غړي په کې شامل دي.
په دې موده کې راتلونکي ولسي جرګې ته ټول کاندیدان د دوي په انتخاباتي کمپاینونو بوخت و، په غونډه کې د جرګې زیاترو غړو د انتخاباتو پر بهیر نیوکۍ وکړې او دا لړۍ يي له درغلیو ډکه وبلله.
د روانو تودو او انتقادي بحثونو وروسته پریکړه وشوه چې، د جرګې اړوند کمیسیونونه دې، ټولې نیوکۍ او ثبتونو راغونډ او په رسمي توګه دې، د پراخو او جدي څیړنې په مقصد، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورسپاري، د ولسي جرګې ريیس محمدیونس قانوني وویل:
((انتخابات پای ته ورسېدل خو د درغلیو اندیښنې اوس هم په ټول هېواد کې پاتې دي، د راېو شمېرل لا پاتې دي، موږ چانس لرو چې د خپلو کمیسیونونو له لارې د هر ډول درغلیو ثبوتونه د شکایتونو د اورېدلو کمیسیون ته وسپارو او موضوع جدي ونیسو.))
د ولسي جرګې غړو ویل، د راېو ورکولو په مرکزونو کې، د زور او زر خاوندانو پراخه لاس وهنه کړې، جعلي کارټونه کارېدلي او د ځانګړو کاندیدانو په ګټه له قانون څخه ښکاره سرغړونه شوې ده.
په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د خلکو استازی عبدالجبار شلګرې چې نوی پړاو ته هم کاندید دی وویل چې، د غزني ولایت په ځینو سیمو کې هیڅوک د رایو ورکولو مرکزونو ته نه وو تللي، خو اوس یي په صندقونو کې په زرګونو رایي موندل کیږي:
(غزني د اندړو ولسوالۍ چې امنیت په کې خوندي دی یوازې درې تنو په کې رايه ورکړې او برعکس داسې یوه ولسوالۍ هم شته هیڅوک نه شي ورتللې هلته لس زرو تنو رايي ورکړې چې نیمایي په کې ښځې دي، داسې صندقونه هم موندل شوي چې، په یو دم په کې د کوچیانو لس زره رايي اچول شوي دي، دا څنګه انتخابات وو.)
د افغانستان راتلونکي ولسي جرګې ته د کاندیدانو د کمپاین دوه میاشتني موده د سنبلې د میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه پای ته ورسېده.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، د رایو ورکولو د یو څو مرکزونو پرته، د هېواد په زیاترو مرکزونو کې د راېو شمېرل بشپړ شوي او لومړني نتایج به یي د میزان د میاشتې په اوولسمه نېټه اعلان شي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دا هم وایي، چې د انتخاباتو په بهیرکې د درغلیو په هکله د دوي څیړنې اوس هم روانې دي او هرڅوک چې کوم ثبوت ولري، ژر تر ژره دې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته وسپاري.
راپور: خان محمد( سیند)