د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

کاندیدان:انتخاباتي کمیسیون دې درغلیو ته جدي شي


 د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې د تېرې شبنې په ورځ تر سره شول ویل کیږي چې د زرګونه کورنیو او بهرنیو څارونکو د شتون سره ، سره له درغلیو سره مل ول
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې د تېرې شبنې په ورځ تر سره شول ویل کیږي چې د زرګونه کورنیو او بهرنیو څارونکو د شتون سره ، سره له درغلیو سره مل ول

د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې یو شمېر ګډونکوونکي کاندیدان شکایت لري چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې.

د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د شکایتونو په دوام په انتخاباتو کې یو شمېر ګډون کونکوکې کاندیدان هم مخکې تر دې چې د انتخاباتو ټولې قسمي او لومړنۍ پایلې اعلان شي او اړوند کمیسیون شکایتونه وڅیړي دا انتقاد کوي چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده.

له لغمان ولایت څخه ولسي جرګې ته کاندید ډاکټر حبیب الرحمن ننګ چې د لغمان ولایت د لسګونه انتقاد کوونکو کاندیدانو په استازیتوب کابل ته راغلی ازادۍ راډیو ته یې وویل چې غواړي په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه اسناد او شواهد په کابل کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته وسپاري:

(په ډله ایز ډول سره موږ لاړو د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون ته او موږ خپل شکایتونه هلته درج کړل خو باور د لغمان د شکایتونو په کمیسیون باندې نه کیږي او موږ دا ۳۰ تنه کابل ته راغلي یو)

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د انتقاد کوونکو کاندیدانو د غصې خبره په ځینو ولایتونو کې ان د لارېونونو تر بریده رسیدلې ده.

د جمعې په ورځ هم د بغلان ولایت په مرکز، پلخمري کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د دغه ولایت د لسګونه کاندیدانو او پلویاانو له خوا لارېون وشو چې د کابل ، مزارشریف لویه لاره هم د دوو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه .

په دغه لارېون کې یوې ګدونکوونکي کاندید جلال الدین باجګاهي ازادۍ راډیو ته وویل:

(زموږ نننی لاریون له دې امله و چې په بغلان کې په انتخابتو کې درغلي شوې ده، زه ویلای شم چې په دغو انتخاباتو کې په سلو کې نهه نوي درغلي شوې ده، موږ غواړو چې د هغو کسانو سره چې درغلي یې کړې ده قانوني چلند وشي او انتخابات دې هم دوهم دور ته ولاړ شي .)

د افغان حکومت د اپوزیسون ډلې هم په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه خواشیني ښکاره کړې خو ویلي یې دي لا هم وخت شته چې د شکایتونو په څیړلو سره د ولسي جرګې د سږنیو انتخاباتو په بهیر د خلکو تللی اعتماد بیرته تر لاسه شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلوک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دا ډاډ ورکړی چې د رايو د شمېرنې او د انتخاباتي شکایتونو د څیړنې چارې به په راڼه ډول سره تر سره کیږي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ټولنې اجرایوي رییس جانداد سپین غرهم ازادۍ راډیو ته ویلي پکار ده چې اړوندو کمیسیونونو ته د درغلیو او شکایتونو د څیړلو فرصت ورکړل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې د تېرې شبنې په ورځ تر سره شول ویل کیږي چې د زرګونه کورنیو او بهرنیو څارونکو د شتون سره ، سره له درغلیو سره مل ول .

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ډاډ سره، سره ولسمشر کرزي هم په خپلې پنځلس ورځنۍ راډیوي وینا کې په اړوندو کمیسیونو تاکید وکړ چې په خپلو کارونو کې بې پرې او دقیق اووسي .
XS
SM
MD
LG