په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د خلکو اندیښنې زیاتې شوې دي افغان ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون څخه وغوښتل چې د رايو د شمېرنې بهیر او د خلکو د شکایتونو د څیړنې برخې ته جدي پام واړوي.
ولسمشر کرزي بیګاه شپه په خپلې پنځلس ورځنۍ راډیويي وینا کې چې د افغانستان د ملي راډیو له لارې خپره شوه د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون غږ وکړ چې خپله بې طرفي وساتي او په خپل کار کې له پوره دقت او روڼوالي څخه کار واخلي:
(د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د شکایتونو له کمیسیون څخه زما دا هیله دا ده چې د رایو د شمېرلو لړۍ دې په بشپړه بې طرفی سرته ورسوي او دا لړۍ باید ډیره شفافه او رڼه وي.)
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ژمن دی چې د رايو د شمېرنې او پروسس د بهیر چارې هم په راڼه ډول ترسره کړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریس فضل احمد معنوي د پنجشنبې په ورځ به کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل:
(موږ ډاډ ورکوو چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په راڼه ډول سره کار کوي او پایلې به هم په شفاف ډول خپرې کړو، موږ په دې اړه هر شک ته د ځواب ورکولو مسوول یو.)
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم ویلي چې دوي به ټول شکایتونو له پلوي پرته په پوره دقت سره وڅیړي،د افغانستان د ولسي په جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د خلکو اندیښنې ډیرې شوې دي.
د افغان حکومت د اپوزیسیون مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې، درغلی شوی خو نوموړي وویل لا هم وخت شته چې د انتخاباتو په بهیر د خلکو تللی اعتماد بیرته خپل شي.
د افغان حکومت د اپوزیسیون ډله د رايو د شمېرنې او د انتخاباتي شکایتونو په سم ډول د څیړنې خبره کوي چې دا د حکومت غږ هم دی او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ورته غاړه ایښې ده .