د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

معنوي:د پنځو ولایتونو د رايو پروسس تر یو ځایه رسېدلي


د انتخایاتو د خپلواک کمیسیون ریس فضل احمد معنوي
د انتخایاتو د خپلواک کمیسیون ریس فضل احمد معنوي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د پنجشیر، پروان، کاپیسا، جوزجان او سمنګان ولایتونو د راېو د شمېرنې او پروسس بهیر تر یو ځایه رسېدلی دی.

د انتخایاتو د خپلواک کمیسیون ریس فضل احمد معنوي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د پنجشیر ولایت د راېو د پروسس چارې په سلو کې شپږ شپیته عشاریه اویا تر سره شوي او دوي به په دې اړه نور معلومات د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ویب پاڼه کې اعلان کړي .

ښاغلي معنوي په عمومي توګه د هغو پنځو ولایتونو په اړه چې تر یو ځایه یې د رایو د پروسس چارې بشپړې شوي وویل:

(د کاپیسا ولایت درې دیرش عشاریه دیرش فیصده، د پروان نولس اعشاریه شل فیصده، د سمنګان څوارلس عشاریه شپیته فیصده او د جوزجان څلور څلویښت عشاریه دیرش فیصده د رایو د پروسس چارې بشپړې شوې دي.

خو دا فیصدي به د اوس لپاره زموږ په ویب پاڼه کې خپره نه شي ځکه کمیسیون بیا ورته کتنه کوي، خو د پنجشیر په اړه چې کوم شکایت نه شته دا به نن خپرې شي.)

ښاغلي معنوي دغه شان وویل چې د نور ولایتونو د رايو د پروسس بهیر به هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا رسنیو ته اعلان شي .

ښاغلي معنوي وویل د انتخاباتو خبلواک کمیسیون ژمن دی چې د رایو د شمېرنې او پروسس د بهیر چارې هم په راڼه ډول تر سره کړي :

(موږ ډاډ ورکوو چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په راڼه ډول سره کار وکړي او پایلې هم په شفاف ډول خپرې کړو او موږ په دې اړه هر شک ته د ځواب ورکولو مسوول یو.)

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې د تېرې شنبې په ورځ تر سره شول ویل کیږي چې د یو شمېر سرغړونو او درغلیو سره مل ول .

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې دوي ته نیږدې درې زره شکایتونه ور رسېدلي دي .

ټاکل شوې چې د انتخاباتو د قسمي پایلو تر اعلان ورسته د روانې میاشتنې په اولسمه نېټه د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې هم اعلان شي .
XS
SM
MD
LG