د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

فیفا:کرزی باید د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته اسانتیاوی برابرې کړي


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد افتخاري رئیس نادر نادري او جانداد سپین غر
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد افتخاري رئیس نادر نادري او جانداد سپین غر

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد یا فیفا په خپل لومړني راپور کې وايي، چې د رايي ورکونې بهیر له ډیرو ستونزو او پراخو درغلیو سره مل وو.

په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا هم د ولسي جرګې د راېو په راټولولو او شمېرلو کار کوي، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد یا فیفا له افغان حکومت څخه غواړي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال شوي درغلۍ په جدي توګه وڅاري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد افتخاري رئیس نادر نادري د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، فیفا له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه غواړي چې عدلي او قضايي ادارو ته لارښوونه وکړي چې په انتخاباتو کې شوی درغلۍ او سرغړونې په جدي توګه وڅاري او سرغړوونکو ته سزا ورکړي:

” موږ د وږي د 27 د انتخاباتو په اړه جدي اندېښنې لرو، موږ څو ځانګړي وړاندیزونه وړاندې کړي دي، په ځانګړي توګه د دې هېواد له ولسمشر څخه غواړو چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته اسانتیاوې برابرې کړي او عدلي او قضايي ادارو ته دې لارښوونه وکړي چې له سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.

فیفا د انتخاباتو له کمېسیون څخه هیله کوي چې د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره د درغلیو او شکایتونو په څېړلو کې همکاري وکړي او د سیاسي فشارونو په مقابل کې پر اصلي رایو تکیه وکړي.”

ښاغلي نادري وویل، چې د ولسي جرګې په دوهمه دوره انتخاباتو کې د زورواکو له خوا 157 د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي.

د فیفا په راپور کې، د جعلي کارتونو کارول، د کم عمرو کسانو له خوا رایه ورکونه، تخنیکي او د رنګ د پاکېدوستونزې، د ښځو پر ځای د نارینه و له خوا رایه ورکونه او د نورو درغلیو په اړه بېلابېلې شمېرې راغلي خو دغه بنیاد وايي چې تر ټولو لویه ستونزه په دغو انتخاباتو کې د زورواکو ګډون وو، د فیفا افتخاري رییس نادر نادري په اړه يي وایي:

“زموږ څارونکو د هېواد په 34 ولایتونو کې تر 300 ډیر ګواښونه چې رایو ورکوونکو او څارونکو ته شوي ثبت کړي.

د درغلیو او ګواښونو پېښې د ټول هېواد په کچه د هغو ډلو له خوا شوي چې اوس هم له غیرې قانوني ډلو سره تړاو لري، موږ له عدلي او قضايي ادارو څخه غواړو چې په دغو انتخاباتو کې، د درغلیو، ګواښونو او ستونزو اصلي مسئولین وپیژني او قانوني څېړنې ورڅخه وکړي.

په عین حال کې دغه کسان د کاندیدانو په توګه دا ښیي چې د ډایاک او بې وسلې کولو بهیر په سمه توګه نه دي پلي شوي.”

په افغانستان کې د ولسي جرګې دوهم ځل انتخابات د تېرې شنبې په ورځ ترسره شول، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي د پراخو درغلیو سره سره دغه انتخابات د تېرو انتخاباتو په پرتله ښه ترسره شوي.

ولسمشر حامد کرزي هم د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته ویلي چې په انتخاباتو کې شوي درغلۍ او سرغړاونې په جدي توګه وڅاري.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG