د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

کرکټ:په کراچۍ کې افغانستان د رمضان جام پایلوبه وګټله


افغان لوبډله په پاکستان کې د کرکټ لوبه وګټله
افغان لوبډله په پاکستان کې د کرکټ لوبه وګټله
د افغانستان د ځوانانو د کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د رمضان جام په فاینل يا پای لوبه کې دa.o.blue په نوم د پاکستان يوې پیاوړې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دغه سيالي وګټله.

د ډاکتر ام اې شاه لېفون نايټ ټرافي دغه لوبې چې د رمضان جام په نوم يادېږي د روژې په لومړېو کې په کراچۍ کې پيل شوې وې چې د پاکستان د شپاړلسو وتلیو لوبډلو ترڅنګ د افغانستان او هانکانګ لوبډلو هم پکې ګډون درلود، افغانستان په دغو سياليو کې ټولې شپږ لوبې کړې چې یواځې يوه يې بايللې او پېنځه نورې يې ګټلي.

د نورو لوبډلو پشان په نننۍ لوبډله کې هم د پاکستان د ملي لوبډلې د څو لوبغاړو ترڅنګ د دغه هېواد داولې درجې يوشمېر لوبغاړي موجود ول، خو افغان لوري په ډېرې اسانۍ سره وکولی شول په توپ وهلو او توپ ويشتلو کې هغوی له ستونزو سره مخ کړي.

افغان لوبډلې د رمضان جام په فاینل يا پايلوبه کې د اې او بليو په نوم د پاکستان هغې پياوړې لوبډلې ته ماته ورکړه چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې د لوبغاړو رانا نويد الحسن او عمران نذير ترڅنګ د لومړۍ درجې يو زیات شمېر لوبغاړو په کې لوبه کوله.

د افغانستان د ځوانانو لوبډلې پچه وګټله او په خپله يې د توپ وهلو يا بېټنک پرېکړه وکړه.چې محمد شهزاد په لومړي اوور کې د څو پرله پسې زورور شاټونو په وهلو سره پنځلس منډې جوړې او دa o blue لوبډلې توپ ويشتونکي یې له سختو ستونزه سره مخ کړل.

بل لور ته جاويد احمدي ولاړ و چې د درې څلوروريزو په وهلو سره يې اتلس منډې جوړې کړې. نوموړی د اووم اور په وروستي بال هغه مهال وسوځېد چې د لوبډلې ټول رنزونه ۶۶ته رسېدلي ول، خو د هغه سوځېدو پر محمد شهزاد هېڅ منفي اغېز ونه کړ او خپله لوبه یې د لومړيو شېبو پشان جاري وساتله چې په نهم اوور کې یې په ۳۴ توپونو پنځوس منډې جوې کړې، شهزاد په ۴۲ توپونو د اوو څلوريزو او يوې شپږيزې په وهلو سره په ۵۹ منډو وسوځېد.

د لوبې ویاندويانو هغه مهال پر څارونکي يا امپاير نيوکه وکړه چې محمد نبي په شپږو منډو ال بي ډبليو اوټ شو، وياندویانو دغه پرېکړه مشکوکه وبلله او ویې ويل چې په دې اړه باید د درېیم امپاير رایه اخيستل شوې وای.

تر نوموړي وروسته اصغر ستانکزي تېزه لوبه وکړه او د دوو شپږيزو او څلورو څلوريزو په وهلو سره يې په ۳۶ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړې.

سميع الله شینواری هم يو له هغو لوبغاړو و چې د وياندویانو له خوا يې ډېره ستاینه وشوه، هغه په شلو توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې،افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې جوړې کړې.

په ځوابي لوبه کې د A.OBLUE لوبډلې د ۱۵۹ منډو په تعقيب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۹۷منډې جوړې او په۶۷ منډو يې ماتې وخوړه.

په دغه لوبه کې د افغان توپ وهونکيو پشان بالران هم ښه وځلېدل،چې حميد حسن او محمد نبي درې درې،عبدالله مزاري دوه او شاهپور ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځاوه.

په پای کې محمدشهزاد دلوبې غوره لوبغاړي او حميد حسن ته د جام د غوره توپ وهونکي جايزې او افغان لوبډلې ته د ۶۳۱ زره کلدارو په ارزښت يو سوزوکي ډوله موټر ورکړل شو،د افغان لوبډلې کپتان خالقداد ددغه بري په اړه د کرکټ له لوبغالي څخه د تليفون پر ليکه ازداۍ راډیو ته وويل :

(نشم کولی خپله خوشالي په الفاظو کې بیان کړم،د خدای په مرسته او لوريینه زموږ ټولو لوبغاړو له لومړۍ لوبې تر ننه ډېره ښه لوبه وکړه،ټول ډېر ښه وځلېدل.

زه د کرکټ له نړېوالې شورا هيله کوم چې نور دې موږ ته ددغې شورا د دايمي غړيتوب حق راکړي، ځکه چې موږ د دې وړتيا لرو چې د نړۍ له غوره لوبډلو سره لوبې وکړو)

د رمضان جام مسوول او سمبالوونکي ډاکټر اصغرعلي شاه چې په وینا يې د افغان لوبغاړو ددغه ډول لوبې په ليدو هک حيران دی د تليفون په لیکه ازادۍ راډیو ته وويل :

(زما په نظر د افغانستان دغه لوبډله د نړۍ يوه لو غوره لوبډلو څخه ده، بې له شکه دا ډېره پياوړې، په تول پوره او حيرانوونکې لوبډله ده، د کرکټ د يوه پخواني لوبغاړي او ماهر په توګه زه په پوره مسوولیت سره دا خبره کوم چې د افغانستان لوبډله له کینیا، زمبابوې او ایرلنډ څو وارې غوره او پياوړې ده.

زه ددغې لوبډلې په ليدو هک حیران شوم ځکه چې د افغانستان پشان په جګړه ځپلي هېواد کې په دومره چټکۍ سره د داسې يوې پياوړې لوبډلې جوړېدل حيرانوونکې خبره ده، خو دا د ډېرې خوښۍ ځای دی چې زموږ په ګاونډ کې یوه بله پياوړې لوبډله رامنځته شوه.

زه د کرکټ له نړېوالې شورا نه هيله کوم چې زر تر زره دې دې لوبډلې ته د پنځوس اوريزو او ټېسټ لوبې درجه ورکړي.))

افغان لوبغاړو په داسې حال کې د لوبغالي څلورو خواوو ته په ډېر مهارت سره شاټونه وهل چې اصغر علي شاه کرکټ لوبغالی له کراچۍ مېشتو افغانانو نه دومره ډک و چې ډیری يې د ځای د نشتوالي له امله ونو ته ختلي ول.

بل خوا سيلانیانو لوبغالی د افغانستان په ملي بیرغونو دومره رنګين کړی و چې ویندویانو يې په کراتو يادونه کوله، يوه ویاند ویل دی داسې احساسوي لکه نن چې شپه چې په کراچۍ نه بلکې په کابل کې وياندويي کوي.

د افغانستان د ځوانانو لوبډلې په دغه جام کې ټولې شپږ لوبې کړي چې يوه یې بايللې او پېنځه يې ګټلي، خو د افغان لوري په وینا یواځنۍ لوبه کې يې د مقابل لوري له لاسه نه بلکې د امپایر د ناسمو پرېکړو له لاسه ماته خوړلې.

مجيب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG