په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته له یوې میاشتې کمه موده پاتې ده، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي دغو انتخاباتو ته د چمتوالی په لړ کې یې زیاترو ولایتونو ته د راېو پاڼو په ګډون حساس مواد رسولي دي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس فضل احمد معنوي وايي، دغه کمیسیون د امنیتي ځواکونو په مرسته د شاوخوا څلوارلسو ولایتونو مرکزونو ته د انتخاباتو حساس مواد رسولي او دغه بهیر به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړ شي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته په دې اړه وویل:
(تراوسه پورې د حساسو موادو د تړلو کار په یودیرشو ولایتونو کې بشپړ شوی دی او د څوارلسو ولایتونو مرکزونو ته د رایې پاڼې هم په بشپړه توګه رسېدلي دي، چې له هغه ځایه بیا ولسوالیو ته انتقالیږي.
د لسو ولایتونو مواد تړل شوي او هوايي ډګر کې د انتقال لپاره چمتو دي، د اوو ولایتونو مواد د انتقال لپاره چمتو دي چې هوایي ډګر ته یوړل شي. تر راتلونکې سې شنبې پورې به درېو نورو ولایتونو ته هم حساس مواد تیار شي.)
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس چې خبریالانو ته یي د ولسي جرګې انتخاباتو ته د چمتوالي په اړه معلومات ورکول همدا راز وویل، چې د ازادې سیالې له لارې په ولایتونو کې د دغه کمیسیون څه باندې درې زره کار کوونکو هم ګمارل شوي.
معنوي زیاته کړه، تر اوسه پورې د ولسي جرګې د انتخاباتو په بهیر د څارنې لپاره څه کم سل زرو کتوونکو او څارونکو اجازه لیکونه ترلاسه کړي:
(تراوسه پورې یو شمېر کتوونکو او څارونکو ته باور لیکونه ویشل شوي دي، ټول ۵۲۲ بنسټونه او د کاندیدانو استازي ثبت شوي دي.
په ټولیزه توګه نوي زره څلور سوو نه ویشتو کتونکو، څارونکو او راپور ورکوونکو ته باور لیکونه ورکړل شوي. په دې کې شپږاویا زره او اوه سوو پنځه اویا تنه یې نارینه دي او دوه ویشت زره او شپږ سوو شپیته تنه یې ښځې دي.)
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې د افغانستان د ولسي جرګې د وږي د میاشتې د اوویشتمې نېټې د انتخاباتو په ورځ به په ټول هېواد کې د رایي ورکولو څه کم شپږ زره مرکزونه پرانیستي وي.
د دغو انتخاباتو په اړه اندېښنې هغه وخت لا زیاتې شوې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وویل، د نا امنیو له امله به د رایې ورکولو څه باندې نه سوه مرکزونه تړلي پاتې وي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې دا کار د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په هدف کیږي او هڅه به وشي چې د دې مرکزونو د تړل کېدو په ځای په امنو سیمو کې د رایې ورکولو د محلونو شمېر زیات کړي.