د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۴

ایران په بري توغندويي ازموینه وکړه


دامریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس وايي، دی باورلري چې د پوځي اقدام پرځای به، ډيپلوماسي او نوي احتمالي بندیزونه دا امکان برابر کړي چې ایران خپلې اټومي پالیسۍ بدلې کړي.

له بلې خوا انقلابی ګارډ دغه راز د شهاب درې په نامه لیرې واټن ویشتونکی توغندی چې ویل کیږي دوه زره کیلومتره واټن وهلی شي هم وازمایه.

ګېټس چې تېرماښام له CNN ټلویزيون سره په مرکه کې خبرې کولې وویل، ټول اقدامات زموږ په وړاندې شته، خو د ده نظر دا دی چې لاهم له تهران سره له ډيپلوماسۍ د کاراخیستو چانس شته. ده زیاته کړه چې د ایران پرضد د پوځي اقدام کارول ښايي د دې هېواد رژیم دې ته اړنشي کړای چې له خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي.

ښاغلي ګېټس زیاته کړه، وروسته له دې چې په ایران کې د یورانیمو د غني کولو د دوهم مرکز خبره رابرسېره شوه، د تهران دریځ نور هم کمزوری شوی دی.

ګېټس، په هغه صورت کې چې تهران د یورانیمو د غني کولو لپاره له خپل پروګرامه لاس وانخلی، د دې هېواد پر بانکونو، تجهیزاتو او د تېلو او ګاز د صنعت پر اړتیاوړ ټکنالوژۍ د نویو نړیوالو بندیزونو د لګولو یادونه هم وکړه.

ایران دا تورونه ردوي چې ګنې د اټومي پروګرام مقصد یې د اټومي وسلې جوړول دي.

له بلې خوا د ایران انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران انقلاب نن د سجیل په نامه لیرې واټن ویشتونکی توغندی وازمایه.

د فارس خبري اژانس او د پرس انګلیسي ژبې ټلویزیون د سوند جامدو موادو څخه جوړ توغندی د ازموینې خبر ورکړ خو په دې هکله چې ایا د سجیل توغندی دا ازمیښت په بریالی توګه ترسره شو که نه؟ څه نه دي ویل شوي.

انقلابی ګارډ دغه راز د شهاب درې په نامه لیرې واټن ویشتونکی توغندی چې ویل کیږي دوه زره کیلومتره واټن وهلی شي هم وازمایه.

پوځی چارواکو مخکې ویلي وو چې انقلاب ګارډ د ستر پیغمبرڅلور په نامه د دغو پوځي تطبیقاتو په یوې برخه کې، د منځنې واټن ویشتونکی شهاب یو او شهاب دوه توغندي چی په درې سوه او اواوه سوه کیلومترو کې اهداف په نښه کولای شي، په بریالیتوب سره وازمویل. د راپورونو له مخې دغه توغندي څو ډوله سرګلولې لیږدولی شي.

سپاه پاسداران انقلاب دغه راز لنډ واټن ویشتونکی توغندی هم ازمویلی دی.
د ایران د انقلابي ګارډ د هوایي ځواکونو قوماندان جنرال حسین سلامي وویل، د غه پوځي تمرینونه ښیي چې ایران تیاری لري چې پرخاورې یې د بل هیواد له لورې هره پوځي حمله شنډه کړي.

د توغندیو دا ازموینې یواځې څوورځې مخکې له هغې ترسره کیږي چې ټاکل شویده ایران د اکتوبر په لومړۍ نیټه د شپږ سترو طاقتونو له چارواکو سره وګوري.
XS
SM
MD
LG