د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون پرون د دېرشو ولایتونو د ولایتي شوراګانود درې سوه اووه پنځوس چوکیو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه اعلان کړه .
د افغانستان د څلور دېرش ولایتونو د څلورسوه شلو چوکیو لپاره د اسد د نهه ویشتمې نېټې په انتخاباتو کې درې زره درې سوه څلوېښت تنو ځانونه نومولي ول .
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په وینا د دېرشو ولایتونو د ولایتي شورا ګانو د انتخاباتو له لومړنۍ نتیجې سره سم دوه سوه یوپنځوس تنه نارینه اویوسلو شپږتنه ښځې توانېدلې چې د خپلو ولایتونو شوراګانو ته لاره ومومي .
کمیسون وايي چې د څلورو پاتې ولایتونو د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې به وروسته اعلان شي .د دې کمیسون په وینا د افغانستان د ختیځ او جنوب د څلورو ولایتونو د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو پایلې یې تراوسه پورې نه دي ترلاسه کړي .
د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د لومړنیونتیجو له اعلان سره په یو وخت وویل هغه کاندیدان چې د انتخاباتو نتیجه ورته د منلو وړ نه وي ، کولی شي د رسمي پایلو تراعلان مخکې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون ته شکایت وکړي .
دې کمیسون همداراز ویلي چې وروستۍ او رسمي نتیجې به هاله اعلان شي چې پر ټولو شکایتونوغور وشي .
د ولسمشرۍ د انتخاباتود نتیجو رسمي اعلان هم د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون له لوري د درغلیو او انتخاباتي بې نظمیو پر شکایتونو د غور لپاره ځڼدېدلی دی .
د اسد د نهه ویشتمې نېټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ټولوهغو کسانو چې په انتخاباتو کې یې د ګډون کارتونه ترلاسه کړي ول ، په سلو کې څه باندې اووه دېرش کسانوخپلې رایې استعمال کړې .