د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۴

د برتانیا لوی درستیز : په افغانستان کې د جګړې ناکامي به د تلافۍ وړ نه وي


د بریتانیا لوی درستیزدیوید ریچردز
د بریتانیا لوی درستیزدیوید ریچردز
برتانیا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو د احتمال لپاره تیاري نیسي. دا په داسې حال کې ده چې د دې هېواد صدراعظم د افغانستان د جګړې پر افغاني کولو ټینګار کوي.

د برتانیا لوی درستیز وايي، په افغانستان کې د جګړې ناکامي به د تلافۍ وړ نه وي.
برتانیا پر داسې یوه پلان کار کوي چې له مخې يې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د جګړې د پراختیا په صورت کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي.

په دې اړه د سه شنبې په ورځ د برتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال دیوید ریچارډز معلومات ورکړل.
جنرال ریچارډز چې په تېره عیسوي میاشت کې د برتانیا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه وټاکل شو، وايي، د برتانیا په ۹۰۰۰ کسیز ځواک کې د شمېر زیاتوالی یو احتیاطي احتمالي اقدام دی چې ښایي اړتیا ورته پیدا شي.

ده ټینګار وکړ چې دا پرېکړه تر اوسه قطعي نه ده او شوې هم نه ده. د جنرال ریچارډز ویاند وايي، د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په دې اړه واشنګټن ته د سفر پرمهال خبرې کړې دي.

د لندن ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې برتانیا ښايي افغانستان ته شاوخوا زر تنه نور سرتېري واستوي. جنرال ریچارډز په واشنګټن کې د سیاسي څېړنو په یو مرکز کې په وینا کې د افغانستان د جګړې د بریالیتوب پر اړتیا ټینګار وکړ. ده وویل، د بریاليتوب لپاره به نور تعبیرونه هم وي خو په افغانستان کې بریالیتوب ډېر ضروري دی.

د برتانیا صدراعظم ګورډن براون پرله پسې ټینګار کړی چې د افغانستان د جګړې بڼه باید افغاني شي، په دې معنی چې د دې هېواد ملي اردو او ملي پولیسو ته باید ښه روزنه ورکړل شي، څو په خپله د خپل هېواد امنیت ټینګ کړای شي.

په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره په جګړو کې تراوسه ۲۱۶ برتانوي سرتېري وژل شوي دي. دا شمېره په عراق کې د دې هېواد د سرتېرو له تلفاتو لوړه ده.

خو جنرال ریچارډز خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د ناکامۍ بیه به تر هغې اندازې چې ګومان کېږي لوړه وي. د ده په وینا دا کار به القاعده شبکې ته داسې پناه ځای په لاس ورکړي چې وکولای شي له هغه ځایه بیا پر لویدیځ حملې تنظیم کړي.

ده زیاته کړه، پردې سربېره په افغانستان کې د امریکا او د نړۍ د تر ټولو لوی تړون- ناټو، ماتې به په ټوله نړۍ کې د افراطي ډلو په پیاوړي کولو کې ونډه ولري. د ده په وینا که داسې وشي، د افراطیانو لپاره به په دې نړۍ کې د هرکار کول ممکن وبرېښي.

جنرال ریچارډز چې پخوا په افغانستان کې د ناټو تر قوماندې لاندې ځواکونو قوماندان و، او په دې وروستیو کې يې افغانستان ته سفر هم کړی و، وايي د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو په پام کې ساتلو سره، که چېرته د ولسمشر حامدکرزي بریالیتوب یقیني شي نو ده ته باید یو بل چانس ورکړل شي.

جنرال ریچارډز زیاته کړه، ښاغلی کرزی پوهېږي چې موږ وضع په ډېر دقت سره څارو او که چېرته دی یوځل بیا د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شي، د ده لپاره بریالیتوب غواړو. نو ځکه د ده لپاره راتلونکي ګامونه ډېر مهم دي او دی باید په ډېر احتیاط سره په دې برخه کې مخ پر وړاندې ولاړ شي.
XS
SM
MD
LG