د پایتخت کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې افغانان سږنی اخترپه داسې حال کې لمانځي چې وروستۍ څو میاشتې ددې هېواد په بېلابېلو برخو کې له ناکراریو ډکې وې. او د پوځي مرګ ژوبلو سربېره په وروستیو څو میاشتو کې په سلګونو ملکي افغانان هم ددې ناکراریو قرباني شوې دي.
د افغانستان امنیتي چارواکې وايي چې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې یې د اختر په مناسبت ځانګړې امنیتي تدابېر نېولې او خلکو ته ډاډ ورکوي چې له اندېښنې پرته د اختر خوشالۍ ولمانځي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري د ازادۍ راډیو ته وویل چې په اختر کې به د هر ډول ناکراریو د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.
که څه هم ویل کېږي چې په ناکراریو او بې وزلیو د سږني اختر پر خوشالیو سیوری کړی او ګڼ شمېر افغانان نه شي کولای هسې یې چې زړه غواړي د اختر خوشالۍ ولمانځي خو سره له دې هم ګڼ افغانان اختر ته هیلمن دي،او خپلې لږې خوښۍ هم د اختر په ورځو د خپلو خپلوانو کورنو ته په ورتلو له نورو سره شریکول غواړي.
د ازادۍ راډیو ټول همکاران هم د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت خپلو ټولو اوریدونکیو او د ازادۍ د ویب پاڼې لوستوتکیو ته مبارکۍ وايي او ټولو ته د خوشالیو څخه د ډک اختر هېله کوي.
هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور