د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۳

رحمن: د انتخاباتو په ورځ د کابل امنیت څه ناڅه ښه و


د كابل ښار د امنيه قومندانۍ چارواكي وايي چې د كابل ښار د امنيت په برخه كې به به د تل په شان خپلو هڅو ته دوام وركوي او د راتلونكي لپاره يو شمير نور پروګرامونه هم په پام كې لري.

د كابل امنينه قومندان او د كابل ښار د امنيت امر د سه شنبې په ورځ د انتخاباتو د ورځې د امنيت په اړه هم د ولسي جرګې د كورني امنيت د كميسيون د يو شمير غړو پوښتنو ته ځوابونه وويل .

امنيه قومندان عبدالرحمن رحمن وويل چې د انتخاباتو په ورځ امنيت ښه و او خلكو په انتخاباتو كې فعاله برخه واخيسته:

"زما له نظره وضعیت مثبت و، ځکه موږ ولیدل کله چې په اوومه ناحیه کې صوتي بم والوت نو وروسته د ساحې له برسي څخه خلکو بېرته په انتخاباتو کې ګډون وکړ.

په راتلونکي کې موږ روټین پروګرامونه لرو او موږ ته تجربه شوه او خپل مثب او منفي ټکو ته مو پام وشو."

دغه شان د كابل ښار د امنيت امر محمد حسن طوطاخيل وويل چې د انتخاباتو په ورځ د كابل ښار په مركز او ولسواليو لكه سروبي، پغمان، خاك جبار، بګراميو او ده سبزو كې د يو شمېر امنيتي پيښو نه مخنيوى شوى دى.

د افغانستان د ملي شورا يو شمير غړي هم د انتخاباتو په ورځ په كابل كې امنيتي وضيعت د ولايتونو په پرتله ښه ارزوي.

د ولسي جرګې د كورني امنيت د كميسيون ریيس حاجي الماس وايي چې د شته ګواښونو سره، سره د انتخاباتو په ورځ د كابل ښار امنيت ښه و:

"په هغه توګه چې د ښمن هڅه كړې وه، مونږ له امنيتي وضيعت څخه راضي يو، ځكه د ښمن هم قوي دى او خپلې ورستۍ هڅې یې كړې وې، نو ځكه مونږ په نسبي ډول د انتخاباتو په ورځ له امنيتي وضيعت څخه راضي يو."

د تيرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان كې د راتلونكې ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره انتخابات وشو، چې د پلازمينې كابل په شمول په اكثرو ولايتونو كې د امنيتي ګواښونو سره سره خلكو په انتخاباتو كې برخه واخيسته.

كه څه هم كارپوهان په توليز ډول د انتخاباتو پروسه له امنيتي بريالۍ كاميابه ارزوي خو وايي، په كار وه چې تر دې هم امنيتي تدابير په ښه او جدي توګه ټينګ شوي وو.
XS
SM
MD
LG