د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

نجفي:له ولایاتونه د رایوراوړل مرکز ته په سرعت روان دي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون د دارلانشاء ریس داود علي نجفي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون د دارلانشاء ریس داود علي نجفي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايي، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ته د رایو د راوړلو لړۍ په ټول سرعت سره دوام لري او تراوسه پورې د پنځلسو ولایتونو راېې انتقال شوی دي.

د دغه کمسیون د دارلانشاء ریس داود علي نجفي وايي، چې دا راېې په یو ډول خوندي کڅوړو کې راوړل کیږي، چې په کې د هر ډول لاس وهنې مخنیوې شوې دې.

ښاغلي نجفي، چې د یکشنبې په ورځ يې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې دا راېې لومړې له بېلابېلو ولسوالېو څخه د ولایتونو مرکزونو ته او بیا له هغه ځایه کابل ته راوړل کیږي.

هغه د دغه بهیر په اړه د نورو جزیاتو د ورکولو ترڅنګ وویل:
"د ولایتونو مرکزونو ته د رایو د انتقال بهیر په سلو کې پنځه اویا بشپړ شوې او د پنځلسو ولایتونو راېې کابل ته راوړل شوی دي. موږ نن د ورځې تر پایه پورې د ولایتونو له مرکز څخه کابل ته د رایو د راوړلو بهیر په سلو کې شپیته بشپړوو."

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوي خو لا يې لومړني نتایج نه دي اعلان شوي.
د دارلانشاء ریس داود علي نجفي


ښاغلي نجفي وویل، چې د رایو د شمېرنې بهیر د یو ځانګړې میکانزم له مخې دوام لري او تمه ده، چې تر راتلونکو درېو څلورو ورځو پورې به دوی د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړي:
"مونږ د کار په دوو شفټونو کې، چې په هر شیفټ کې یو سل او لس کسان موجود دي د شپې تر لسو بجو پورې کار کوو.

په تېرو دوو ورځو کې مونږ ته دا روښانه شوه، چې مونږ هره ورځ د اوونیمو سوو کڅوړو او یا هم د اووه نیمو سوو مرکزونو راېې په ډاټا بیس سیسټم کې اچولې شو. مونږ هیله مند یو، چې دا بهیر په راتلونکو څلورو پنځو ورځو کې بشپړ کړو."

د رایو د انتقال او شمېرنې دا بهیر په داسې حال کې روان دې، چې ځینو کاندیدانو او د هغوې پلویانو د اټکلي شمېرو له مخې ځانونه د جمهوري ریاست په روانو انتخاباتو کې بریالي اعلان کړی دي خو د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايي، چې دا اټکلونه ناسم او هیڅ کله هم د دوی د تاید وړ نه دي.

د انتخاباتو خپلواک کمسیون په څو څو وارې له ټولو کاندیدانو غوښتي، چې د اټکلي شمېرنو له مخې دې د خپلو بریاو له اعلانولو ډډه وکړي څو به راتلونکې کې د ستونزو د زیږیدو لامل نه شي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات که څه هم په هېواد کې دننه او بهر له تود هرکلي سره مخامخ شوي خو کتونکي وايي، په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه وه او د دوی په وینا د هغې یو اساسي علت امنیتي ستونزې وې.
XS
SM
MD
LG