د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د انتخاباتو د شكاياتوکمیسیون سره ۲۰۰ شکایتونه ثبت شوي


د افغانستان د انتخاباتو د شكايتونو د اوريدو كميسيون وايې چې د انتخاباتو په اړه دوی ته له ټولو رسيدلو شكايتونو څخه پنځه دیرش يې د انتخاباتو پر پايلو باندي اغيزه لري.

د شكاياتو د اوريدو د كميسيون مشر ګرند كيپن د يكشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه كې وويل چې د شكايتونو د راټوليدو بهير دوام لري اوځيني يې د انتخاباتو له پايلو سره مستقيمې اړيكې لري .

ښاغلي كيپن زياته كړه چې دوي دغه شكايتونه د كانديدانو د استازو اوناظرينو له خوا دوی ته سپارل شوې دي ټول تر بشپړ تنظيم وروسته تر غور لاندې نيولي دي.

د انتخاباتي شكايتونو د اوريدو د كميسيون يوه غړی فهيم حكيم چې په دې خبري غونډه كې يې ګډون درلود د ۳۵ مهمو شكايتونو په اړه داسي وويل:
"دغه ۳۵ شكايتونه هغه شكايتونه دي چې د انتخاباتو پرنتيجو باندې مستقيمې اغيزې لري، يعنې كولای شي چې يو بريالې كانديد ناكام او يو ناكام كانديد بريالې اعلان كړي، چې په دې كې ځيني داسې دي چې په صندقونو كې رايې پاڼې ځای پرځای شوي دي، ځينې صندوقونه ورك شوې دي او بيا له نووموادو سره موندل شوې دي او ځيني خلك ګواښل شوي چې دې مشخص كانديد ته دې رايې وركړي او ځيني نور هم دي."

د افغانستان د انتخاباتو د شكايتونو د اوريدو كميسيون وايې چې تر هغه په ټولو شكايتونو غور ونه شي د انتخاباتو وروستي پايلې به څرګندي نه شي.

دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون ويلې دي چې د انتخاباتو وروستي پايلې به د روانې هجري شمسي مياشتي په اووېشتمه نېټه اعلان شي.

كه څه هم د شكايتونو د اوريدو په كميسيون باندې نيوكۍ كيږي چې دوي په خپل كار كې جدي نه دي او له همدې امله د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو لستونه ډير اوږده پاتې شوې وه خو د ده كميسيون مشر ګريند كيپن رسنيو ته ډاډ وركړ چې دوي به په ډير دقت سره دغه ټول شكايتونه وڅيړي.
XS
SM
MD
LG