د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنياد يا فيفا مشر د انتخاباتو خپلواك كميسيون ځينې كاركوونكي تورنوي چې ګواكې بېطرفه نه وو.
دغه بنياد وايي په ځينو سيمو كې د راى وركولو مركزونه تر ټاكلي وخت مخكې تړل شوي او په ځينو مركزونو كې د ورځې په لومړيو كې لا د رايو شمېرل پيل شوي وو، يا هم ځينو نارينه وو د ښځو پر ځاى رايې اچولې دي او په ځينو سيمو كې د ځينو كانديدانو پلويانو خلك دې ته هڅول چې دوى ته رايه وركړي.
فيفا دغه موارد په انتخاباتو كې جدي سرغړونې ګڼي.
د دې بنياد مشر نادر نادري د شنبې په ورځ وويل دغه شكايتونه به د انتخاباتي شكايت اورېدنې كميسيون ته وسپارل شي:
”فيفا داسې راپورونه هم لري چې په ځينو مواردو كې صندقونه ډك شوي دي. دا چې دا كار چېرې شوى، راپور به يې د انتخاباتي شكايت اورېدنې كميسيون ته وسپارل شي.
دغه راز د راى وركولو په مركزونو كې د خلكو له كمسوادۍ څخه د انتخاباتو د كاركوونكو ناوړه ګټه اخيستنه، د هغوى له رايو څخه د خپلې خوښې وړ كانديد ته استفاده، له هغو سرغړونو څخه دي چې بايد په جدي توګه وڅېړل شي.
تر دې مخكې هم د ځينو كانديدانو پلويانو ادعا كړې وه چې په دغو انتخاباتو كې درغلۍ شوي او ځينو حكومتي چارواكو له خپل نفوذ څخه په استفادې خلك دې ته هڅولي چې مشخصو كانديدانو ته رايې وركړي.
خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنياد دغه وروستى راپور ردوي:
”زه دغه راپورونه تقريباً ردوم، ځكه هغه راپور چې نن ما ته رارسېدلى د افغانستان په اكثرو ولايتونو كې فيفا استازي او څارونكي نه درلودل، كه په ځينو سمو كې وړې ستونزې موجوړې وي، ځينې ميكانيزمونه شته چې په دې اړه څېړنه وشي، خو هغه راپور چې دوى په دې شكل وړاندې كړى، زه يې بېخي ردوم.“
هاخوا د فيفا مسوولين وايي دوى د افغانستان په ټولو ولايتونو كې انتخابات په غور سره څارلي او د سرغړونو ځينې اسناد يې هم راټول كړي دي.
د ښاغلي نادري په خبره په كندهار كې وسلوالو طالبانو د انتخاباتو په ورځ د ځينو راى وركوونكو ګوتې غوڅې كړې دي. د فيفا رييس وويل لا هم نه شي ويلاى چې د تېرې پنج شنبې انتخابات عادلانه دي او كه يه.
خو د انتخاباتي شكايت اورېدنې كميسيون مسوولين بيا وايي دوى پر وررسېدلو شكايتونو جدي غور او څېړنه كوي چې نتايج به يې وروسته اعلان شي.