د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د كابل ښار اوسېدونكي په روژه کې د بيیو د ټیټ والي غوښتنه کوي


د كابل ښار د دريم مكرويان يوې اوسيدونكې چى د روژې د لومړي ماښام لپاره يې تيارى نيوه او ماركيټ ته د ميو تركاريو او نورو خوراكي موادو د اخستلو لپاره راغلې وه وويل چې هرڅه دوه برابره ګران شوي.

دې ميرمنې چې يو چارك رومیان او مڼې اخستې وې او د نوم د نه اخستلو په شرط له ازادى راډيو سره خبرې كولى وويل غواړي په بازارونو كې د خوراكي موادو بيې ټیټې شي.

"په روژه کې هر څه ګران شول، پخوا د رومیانو بیه ۲۰ افغانۍ وه، اوس په څلوېښتو افغانیو ده، مڼې په سل افغانۍ وې، اوس په ۱۵۰ ده.

اوړه، غوړي او داسې هر شی ګران شوي دي او هر کال په روژه کې خوراکي مواد ګرانیږي."

د دې بازار د خوراكي موادو له ځينو پلورونكو سره مو هم خبرى وكړي خو هغو نه منله چى ګواكې د روژې له رسېدو سره به يې د خوراكي موادو بيه لوړه كړي وي.

له دې ډلى څخه يو صاپى و، چى په خپله يې ورته غوښتنه درلوده.

"له تاجرانو او دوکاندارنو څخه غواړو چې د روژې په میاشت کې د خوارکي موادو نرخونه راټیټ کړي، که پخوا یې یوه افغانۍ په کې ګټله په روژه کې دې نیمه افغانۍ وګټي، ځکه د ډېرو افغانانو اقتصاد ډېر ضعیف دی."

د كابل ښار اكثرا اوسيدونكي شكايت لري چې هركال د دوژې د مباركې مياشتې له رسېدو سره د دې پرځاى چې د خوراكي موادو بيې ټيټې شي لوړيږي.

خو دا چې د دولت له لوري د روژه دارو لپاره كوم ځانګړي تدابير نيول شوي د افغانستان د حج او او قافو د وزارت مرستيال شفیق صمیم ازادي راډيو سره په مركه كى ويلي، چې دولت د افغانستان د قاضي القضات په مشرۍ يو كمسيون جوړ كړى، چى د اذانونو د كنټرول، د روژو د ادابو د رعايتولو او يا د نه رعايت كونكو سره د قانوني چلند دنده لري.

د دې كميسيون يو غړی صديق چكړي وايي، په ښار كې د بيو د كنټرول لپاره دې كميسيون ته دنده نده سپارل شوې خو ده وويل چې د بيو كنټرول د دولت له لاسه وتلى خبره ده ځكه د اساسي قانون له مخى د اقتصاد د ازاد بازار كنټرول ناشونى دى.

"د نرخونو د کنټرول په اړه یواځې دومره ولی شم چې اوس د بازار اقتصاد دی، ځکه اساسي قانون دا منلی دی او د بازار په اقتصاد کې نرخونه د سیالۍ او رقابت پر بنا کنترول کیږي."

خو په هرحال دې كمیسيون هم له سوداګرو او دكاندارانو غوښتل چې د روژې د مباركې مياشتى په درناوي او بركت دې په بيو كې كموالى راولي.

خو دا غوښتنې به تركومه ځاى نيسي په اړه پيشبينى هم ګرانه ده.
XS
SM
MD
LG