د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

نړیوالو د افغانستان انتخابات بریالي وبلل


په ملیونونو افغانان د طالبانو له ګواښونو څخه ونه ډاریدل ، د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو په انتخاباتو کي یې رایې ورکړې. خو دا چې له خلکو سره د امنیت او د طالبانو د حملو بېره وه ، د رایو په مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره نه وه.

د افغانستان د جنوب په نسبتاً نارامو سیمو کې خلک د طالبانو له ګواښونو څخه اندیښمن وو او لږ شمېر کسانو رایې ورکړي چې دا حالت د حامد کرزي د سیالانو په ګټه و.

د انتخاباتو په ورځ په شخړو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول چې دا رقم تر اټکل شویو شمېرو کم و.

د انتخاباتو د کمیسیون یوه چارواکي ذکریا بارکزي اسوشیتید پرس خبري آژانس ته ویلي چې انتخاباتو ته شاوخوا ۱۵ ملیونوکسانو نومونه ثبت کړي ول او د مسحقو کسانو په سلو کې له ۴۰ نه تر پنځوسو پورې رایې ورکړی دي. په ۲۰۰۴ میلادي کال د جمهوری ریاست په لومړنیو انتخاباتو کې د رای ورکوونکو کسانو په سلو کي اویاو راي ورکړي وې.

خبري آژانسونه لیکي: زیات شمېر افغانانو خطرونه په ځان ومنل او د رایو صندقونو ته لاړل . ځیني نور د ورځي تر نیمایي پوري حالاتو ته منظر وو او کله چي د امنیت په اړه یو څه ډاډمن شول نو د رایو مرکزونو په لور وخوځیدل. ځینو نورو په ډېر ویاړ خپلې ګوتې چی د راي ورکولورنګونه ورباندي وو، پورته کولي او نور یي دي کار ته هڅول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي کاي آیدې وویل انتخابات ښه پرمخ لاړل. د ناتو عمومي منشي اندریس فوغ رازموسین د افغانانو رای ورکوونه وستایله او دایی د ډموکراسۍ لپاره د افغانانو ژمنه وبلله.

نړیوالي ټولنې په مجموع کې په انتخاباتو کې د نیمګړتیاو تمه درلوده خو هیله منه ده چي ټول افغانان به د انتخاباتو نتیجي ومني او دا به په افغانستان کې د ولسمشر بارک اوباما د ستراتیژۍ لپاره یوه مهم عنصر وي.

اسوشئتد پرس لیکي: د افغانستان انتخابات تر سره شول خو امریکاییان چې د سپتمبر د ۱۱ می تروریستي حملو یادونه یي لاهم په زړونو کي تازه دي، د افغانستان د جګړې په اړه فکر کوي. نوې نظر پوښتنه ښیي چې په سلو کي ۵۱ امریکاییان په دې نظر دی چې دا اته کلنه جګړه له دې وروسته په دومره قربانۍ نه ارزي. خو خبره داده چی د ولسمشر بارک اوبا لپاره دا جګړه اوس پیل شوي او افغانستان ته یې د نورو عسکرو استول پیل کړیدي. ده په افغانستان کي نوی پوځي قوماندان ټاکلی او حکومت یې له پاکستان څخه د پنجشنبې په ورځ وغوښتل چې د تروریزم ضد جګړې کې دی جدي او په ځای عمل وکړي څو دښمن د افغانستان د پولې په اوږدو کې کونج ته کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې په جمهور رییس جورج بوش انتقادونه کول چی د افغانستان په ځای یې زیات پام عراق ته اړولی. د ولسمشر اوباما په نظر د تروریزم په ضد اصلي جګړه په افغانستان او پاکستان کي ده. جمهور رییس اوباما د پنجشنبې په ورځ د امریکا له یوې راډیو سره مرکې کې وویل: موږ باید ډاډ حاصل کړو چې خپل زیات پام مو په افغانستان کې د خپل کار سرته رسولو ته اړولی. خو دا به یو څه وخت غواړي. ولسمشر اوباما د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو د انتخاباتو ستاینه وکړه او ویي ویل د طالبانو له ګواښونو سره سره داسي بریښي چی انتخابات بریالي وو.

اسوشئتدپرس زیاتوي: جمهور رییس اوباما په تېروخت کي د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د اداري فساد له کبله خواشیني څرګنده کړې وه خو د پنجشنبې د ورځې په انتخاباتو کې يې د کوم کاندید د بري او یا ناکامۍ په اړه خبرې ونه کړې.
XS
SM
MD
LG