د دې كميسيون غړي مولوي مصطفى باركزي د شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې تراوسه پورې يوازې له كابل ښار نه ترسلو زيات شكايتونه دوى ته رسيدلي او په ولايتونو كې هم ډېر جدي شكايتونه موجود دي چې ډير ژر به د دوى كميسيون ته وړاندې شي.
ښاغلي باركزي څرګنده كړه چې دوى به د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو په وړاندې هر شكايت په ډير غور وڅيړي او د قانون له مخې به په دې برخه كې اجرات وكړي:
"داسې ځایونه چې په خاص مواردو کې درغلي ثابت شي، کولای شي چې په همغه حوزه کې له سره انخابات ترسره او هم کولی شي چې لغو شي. موږ بیا هغو مسایو او جریان ته ګورو وروسته بیا فیصله کوو."
ده څرګنده كړه چې په ولايتونو كې شكايتونه ډېرجدي دي لكه څو ځلې يا د ښځو په استازيتوب رايې وركول، په رايه وركولو كې د ماشومانو ګډون او داسې نور چې بايد ورته هرو مرو رسيدګي وشي.
د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون غړي مولوي باركزي وويل چې په ولايتونو كې د دغو شكايتونو ترڅنګ ځينې نور مهم او جدي شكايتونه هم شته چې څيړل او ارزيابي يې وخت ته اړتيا لري:
"د کابل ولایت شکایونه ډېر عادي شکایتونه دي. عمده شکایتونه له ولایاتو څخه دی، لکه د انتخاباتو پاڼو ته اور اچول شوی او په ډېرو ځایونو کې صندوقونه مات کړی شوي دي.
له دوو کسانو ډېر شکایونه موجود دي. په زموږ ټول کارونه په د وږې په میاشت کې بشپړ شي."
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د وياند نورمحمد نور په خبره د افغانستان په څلوردېرشو ولايتونو كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو د رايوشميرل پشپړ شوي خو ده څرګنده كړه چې لومړني نتايج به يې د راتلونكې سې شنبې په ورځ اعلان شي.
په عين حال كې د جمهوري رياست يو شمير مخكښ كانديدان په انتخاباتو كې د بري ادعا كوي خو له دې سره په څنګ كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو يو شمير كانديدان په يو بل د ټګيو او برګيو تورونه هم لګوي او وايي چې ځينو كانديدانو په ولايتونو كې په يوۀ ډول د ځان په ګټه تقلب او درغلي كړې ده.