په داسې حال كې چې په افغانستان كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو نېټې ته يوازې يوه ورځ پاتې ده د انتخاباتي شكايتونو د اوريدلو كميسيون وايي كه څه هم د شكايتونو د څيړلو په لړ كې دوى ګواښل شوي دي، خو بيا هم خپلو كارونو ته دوام وركوي.
د انتخاباتي شكايتونو د اوريدلو د كميسيون يو غړي فهيم حكيم د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې د شكايتونو د جدي څيړلو له امله دوى د كانديدانو او د دوى د پلويانو او د يو شمېر ادارو له خوا ګواښل شوي دي:
"په ځانګړي ډول د كانديدانو، د دوي د پلويانو او د يو شمېر هغو ادارو له خوا چې زمونږ تمه وه چې دوى به د كميسيون پريكړو ته تر ډيره غاړه كيږدي ګواښل شوي يو، خو زمونږ تر استدلال وروسته دوى خپل فشارونه كم كړل."
ښاغلي حكيم ونه ويل چې د كومې ادارې او د كوم مسوول شخص له خوا ګواښل شوي دي.
تر دې د مخه دغه كميسيون چې پنځه غړي لري، يو شمير كانديدان په ځينو مواردو كې د سر غړونو له امله جريمه كړي دي.
ښاغلي حكيم زياته كړه چې د ګواښونوسره، سره دوي خپل كار ته دوام وركوي او يو شمېر نوي كاركوونكي يې هم ګمارلي دي چې د انتخاباتو په ورځ او د رایو د شميرنې له بهير څخه به هم د انتخاباتي شكايتونو په اړه شيبه په شيبه راپور وركوي:
"زه فكر كوم چې پنځوس، شپيته كسه دي، دوى يوازې د همدې لپاره ګمارل شوي چې د انتخاباتو په ورځ او د رایو د شميرنې په بهير كې د انتخاباتي شكايتونو څخه راپور وركړي."
د انتخاباتي شكايتونو د اوريدلو كميسيون د انتخابتي مبارزو په جريان كې د كانديدانو د دوى د كمپاينونو د څرنګوالي او د د كمپاينونو پر مهال د دولتي امكاناتو نه د استفادې په اړه په سلګونه شكايتونه ثبت كړي او څيړلي دي.
دغه كميسيون وايي چې د انتخاباتو له نېټې ورسته به د پايلو د اعلانولو تر ورځ هم دوى د شكايتونو د څيړلو په برخه كې خپل كار ته دوام وركړي.
خو د دغه كميسيون د څيړنو سره سره بيا هم د يو شمېر كسانو په وينا چې خپل شكايتونه يې دغه كميسيون سره ثبت كړي دي ويل كيږي چې دغو شكايتونه په سم ډول نه دي څيړل شوي، خو د انتخاباتي شكايتونو د اوريدلو د كميسيون غړي وايي چې شكايتونه د موثقو اسنادو له مخې څيړل كيږي.
راپور : اجمل تورمان