د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۵

افغان چارواکي وايي د انتخاباتو لپاره یې ټینګ امنیتي تدابیر نېولې دي


 افغانستان د ولسمشر وياند همايون حميدزاده وايي ولسمشر په خپله د انتخاباتو لپاره نېول شوې امنیتي تدابیر څاري.
افغانستان د ولسمشر وياند همايون حميدزاده وايي ولسمشر په خپله د انتخاباتو لپاره نېول شوې امنیتي تدابیر څاري.

په داسې حال كې چې انتخاباتو ته موده ډيره لنډه شوې اود دولت وسله والو مخالفينو خپلو حملو ته زور وركړى افغان دولت وايي چې انتخاباتو ته نيول شوي امنيتي تدابير ولسمشر په خپله څاري.

د افغانستان د ولسمشر وياند همايون حميدزاده د سې شنبې په ورځ د بهرنيوچارو او امنيتي ارګانونو له وياند ويانو سره په يوه ګډ خبري كنفرانس كې وويل چې په كابل او ولايتونو كې د افغان او نړيوالو ځواكونو له خوا امنيتي تدابيرجدي شوي اوخلك به وكولاى شي چې په ډاډمنه فضا كې د رايې وركولو مركزونو ته ولاړشي:

"كوم تدابيرچې د دفاع او كورنيو چارو وزارتونه او د ملي امنيت د رياست له خوا نيول شوي ولسمشریې په خپله څاري او ځان ډاډه كوي چې بايد ټول امنيتي تدابير پرځاى وي.
دغه راز د ضرورت په صورت كې په څو امنيتي غونډو كې د ايساف او ناټو د ځواكونو قومندان هم موجود وو."
افغان چارواکي په داسې حال کې د امنیت ډاډ ورکوي چې همدا نن په کابل کې د ځان وژنې یوې حملې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله


دا په داسې حال كې ده چې انتخاباتو ته موده ډيره لنډه شوې او طالبانو او د دولت نورو وسله والو مخالفينو هم په كابل او ولايتونوكې خپل فعاليتونه زيات او چټك كړي دي.

په عين حال كې خلك په كابل او ولايتونوكې د روانو نا امنيوله امله اندېښمن دي او په دې فكر كې دي چې ښايي د انتخاباتو په ورځ ستونزې نورې هم ډيرې شي.

بل خوا د دفاع او كورنيوچارو وزارتونه وايي چې له كابل نه يې ټينګ امنيتي كمربند تاو كړى او په ولايتونوكې هم افغان امنيتي ځواكونه د ايساف او ناټو د ځواكونو په مرسته خلكو ته د رايې وركولو فضا ډاډمنه كړې ده.

د ملي امنيت د عمومي رياست وياند سيد انصاري په دې ګډ خبري كنفرانس كې وويل چې په دې وروستيو كې يوه ډله چې غوښتل يې په كابل ښار كې تروريستي فعاليتونه ترسره كړي نيول شويده:

"په كابل ښاركې مو چې كومه ډله تثبيت او ونيوله مهم تخريبي پلانونه يې جوړ كړي وو ترڅو د انتخاباتو په مهال د كابل ښار په كليدي ځايونوكې يې عملي كړي.
له نيكه مرغه د دې ډلې په نيولوسره مونږ وتوانيدو له خونړيوپېښو څخه مخنيوى وكړو، نيول شوې ډله مولوي جلال الدين حقاني پورې مربوطه وه."

ښاغلي انصاري وويل په كابل او ځينو ولايتونوكې د دولت وسلوالو مخالفينو خلكوته د شب نامو يا شپې پاڼو په واسطه ګواښ كړى وو چې په انتخاباتو كې برخه وانه خلي خوده څرګنده كړه چې خلك به د افغانستان په ټولوسيمو كې له دغو ګواښونوڅخه ونه ډارشي.

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې انتخاباتو ته ورځې نه بلكې ساعتونه شميرل كيږي خوله دې سره جوخت امنيتي پېښې هم زياتې شوي دي.

د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته په كابل كې يوه ځان وژونكې حمله وشوه چې د كورنيو چارو وزارت د وياند په خبره اوه تنه ملكي كسان يې ووژل او تر پنځوسو زيات يې ټپيان كړل.

دغه راز د همدې ورځې په سهارپه كابل ښارباندې درې توغندي هم وتوغول شول چې تلفات يې نه درلودل خو يو توغندى د جمهوري رياست ماڼۍ ته نژدې ولګيد.

خو له دغو ټولو ګواښونواو حملوسره سره افغان امنيتي چارواكي ډاډ وركوي چې د انتخاباتو په ورځ به خپلې هڅې لا ډيرې كړي او خلك به له هرډول اندېښنې پرته د خپلې خوښې كانديد ته رايې وركړي.
XS
SM
MD
LG