د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

د ډاكټر عبدالله د كمپاين دوه كسه مسوولين حامد كرزي سره يو ځاى شول


د ډاكټر عبدالله عبدالله د سيميز زون د كماپين مرستيال تيمور شاه اريا
د ډاكټر عبدالله عبدالله د سيميز زون د كماپين مرستيال تيمور شاه اريا
د ډاكټر عبدالله عبدالله د سيميز زون د كماپين مرستيال تيمور شاه اريا او په شمال ختيځ كې د نوموړي د كمپاين يو بل مسوول عبدالمالك خان وايي ولسمشر كرزى د هېواد د واك د ادارې وړتيا لري نو له همدې امله له ده سره يو ځاى شول .

د ډاكټر عبدالله عبدالله د كمپاين د سيميز زون مرستيال تيمور شاه اريا د دوشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل چې دى او د ده يو شمير پلويان تر دې ورسته د حامد كرزي له پروګرامونو ملاتړ كوي:

"حامد كرزى د ده د ملي او افغانستانشموله پروګرامونو له امله او دا چې په عمل كې يې ثابته كړې چې د ملي يوالي سمبول دى، مونږ له همدې امله چې پخوا مو د ډاكټر صيب عبدالله نه ملاتړ كاووه اوس له ده سره يو ځاى شوو، كوم كسان چې له ماسره دي تقريباً ۳۷۰ كسه دي.

دوى هر يو د څانګو او ناحيوو مسوولين وه."

د حامد كرزي د كمپاين د ولايتي شورا مسوول عبدالله پوپل د دغو كسانو له ملاتړ نه هركلى وكړ او ويې ويل چې:

"دا چې د واقيعتونو په پوهيدلو او د د ملي اونړيوال شخصيت حامد كرزي اووه كلنې
دورې ته په كتنې سره تاسې درنو ورڼو د هيوادنۍ ګټو په خاطر له ده څخه خپل ماتړ اعلان كړ، د مننې په څرګندولو سره د ښاغلي كرزي د كمپاين په دفتر كې ستاسې راتګ ته ښه راعلاست وايم."

د ډاكټر عبدالله عبدالله د كمپاين دفتر د حامد كرزي څخه د دغو كسانو د ملاتړ په اړه څه نه دي ويلي.

د زمري د مياشتې د نهه ويشتمې نيټې د انتخاباتو لپاره د كانديدانو انتخاباتي كمپاينونه د افغانستان په مركز او ولايتونو كې روان دي.
اكثره افغانان دا غواړي چې د دوى راتلونكى مشر د دوى د ستونزو د هواري او په ټوله كې له ستونزو څخه د هيواد د رايستلو وړتيا ولري.

دا په داسې ده چې د ولسمشرۍ لپاره هر نوماند كانديد دوى ته د ژمنې ټټر وهلى او له دوى څخه يې غوښتي دي چې له ده څخه ملاتړ وكړي.

راپور : اجمل تورمان
XS
SM
MD
LG