د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

اشرف غني : ما ته بیا بیا د لوړې چوکۍ وړاندیزکېږي


ډاکتراشرف غني احمدزی
ډاکتراشرف غني احمدزی
د افغانستان د ولسشمرۍ د انتخاباتو مهم کاندید اشرف غني احمدزي هغه راپورونه رد کړل چې دی د اجراییه قویې مشري مني او حامد کرزي ته په انتخاباتو کې تیریږي.

په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشر حامد کرزي سیال اشرف غني احمدزي دا راپوټونه رد کړل چې ده له حامد کرزي سره موافقه کړې ده او د یوې مهمې څوکۍ د منلو لپاره له انتخاباتي مبارزې په شا شوی دی.

د افغانستان دننه اوهمداراز یو شمیر لویدیځو رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې د مالیې پخوانی وزیر اشرف غني احمدزی ښایي انتخاباتي مبارزې ته شا کړي او په انتخاباتو کې د حامد کرزي ملاتړ وکړي. د راپورونو په اساس اشرف غني د دې لپاره داسې کار کوي چې ښاغلي کرزي ژمنه ورسره کړې ده چې د اجراییه چارو څوکۍ په راتلونکي حکومت کې ورکړي. دا څوکۍ د صدارت معادله بلل شوې ده. خو اشرف غني احمد زي روانه اونۍ د فاریاب په مرکز میمنه کې خبریالانو ته وویل، ماته بیا بیا د یوې مهمې څوکۍ وړاندیز شوی دی او لا هم دا غوښتنه کیږي خو ما نه ده منلې. علت یې هم دا دی چې په هیواد کې شخړې دوام لري او افغانستان د تاریخ له یوې حساسې مرحلې تیریږي.

اشرف غني احمدزي زیاته کړه، هغه څه چې ښاغلی کرزی کوي زه ورسره یو مخ مخالف یم او کوم کسان چې پر ده راټول شوي دي په تیرو پنځو کلونو کې تجربه شوي دي.

سره له دې چې ښاغلي احمد زي د ولسمشر کرزي وړاندیز رد کړی دی خو ده وویل، زه دا نه ردوم چې په راتلونکي کې به بیا حکومت ته نه راځم البته شرط به مې دا وي چې زما پلان به تطبیقیږي. د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید اشرف غني په وینا دی د راتلونکو لس کلونو په مخه د افغانستان لپاره دقیق پلان لري.

اشرف غني د حامد کرزي پر کړنلارې انتقاد وکړ چې پر هغو کسانو اعتماد کوي چې اکثر یې په تیرو دریو لسیزو کې د وسله والو ډلو مشران دي.
XS
SM
MD
LG