د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

ثمر:د ښځينه كانديدانو د بيان او تګ راتګ ازادي زيانمنه شوې


د افغانستان د بشر حقوقو خپلواك كميسيون مشرې چې په كابل كې يې د يوناما د ځينو چارواكو په ګډون د يكشنبې په ورځ خبرې كولې، وويل له ځينو اندېښنو سره سره افغانان هيله من دي چې په پراخه پيمانه په انتخاباتو كې ګډون وكړي.

سيما ثمر د انتخاباتي مبارزو په بهير كې په بلخ، كاپيسا، كندوز او جوزجان كې د ناامنيو وروستيو پېښو ته هم اشاره وكړه، چې مرګ ژوبله يې هم درلوده.

مېرمن ثمر زياته كړه نا امنيو د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ د ښځينه كانديدانو مخه نيولې او دوي نه شي كولاى په ډاډ سره خپلو انتخاباتي مبارزو ته دوام وركړي:

”نا امني پر ښځينه كانديدانو تاثير لري، چې د دوي د بيان تګ او راتګ ازادي يې زيانمنه كړې ده، تاسې خبر ياست درې ښځينه كانديدانې چې د كندهار دي، په دې ولايت كې ژوند نه شي كولاى، د نا امنيو له كبله دوي له كندهاره د باندې ژوند كوي، يا كله چې د ښځينه كانديدانو پوسټرونه لګول كېږي د كورنۍ غړي او نور كسان يې مخالفت كوي.“

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواك كميسيون مشرې زياته كړه دا د ټولو افغانانو دنده ده چې پر انتخاباتو شفافه څارنه وكړي، هغې هيله وښوده چې پر دې پروسې به رڼه څارنه د ممكنه درغليو مخه ونيسي.

په عين حال كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي كاى ايډه وويل، سره له دې چې د نا امنيو او په انتخاباتو كې د درغلېو امكانات شته، خو بيا هم ځينې شديد تدابير نيول شوي چې د انتخاباتو مشروعيت ته زيان ونه رسېږي:
سيما ثمر او کای ایډې په یوه خبري کانفرانس کې


”دا چې د راى وركولو په وخت كې به بې نظمي وي كه يه، زه هم اندېښنه لرم چې ښايي څه بې نظمي به په كې وي، خو په مقابل كې څه تدابير نيول شوي او موږ ډاډه كوي چې د درغليو او بې نظميو مخه به نيول كېږي، چې د انتخاباتو اعتبار ته زيان ونه رسېږي.“

ټاكل شوې ده د افغانستان د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ را روان انتخابات د اسد پر نهه ويشتمه وشي، چې په پام كې ده دوه سوه زره ملي او نړيوال څارونكي به د دې پروسې څارنه كوي.خو بيا هم د انتخاباتو د شفافيت په اړه له خلكو سره ځينې پوښتنې شته.

د سياسي چارو كارپوهان وايي په ځينو ولايتونو كې روانو نا امنيو ته په پام سره ښايي زيات خلك ونه شي كړاى، له خپل دې مدني حق څخه ګټه واخلي، نو ځكه به دوي د نا امنيو له كبله هغسې چې ښايي په انتخاباتو كې ګډون ونه كړاى شي.
XS
SM
MD
LG