د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

نجفي:په انتخاباتوکې د امنيتي ارګانونه د رایومرکزونو امنیت ښه ټینګ کړي


نجفي
نجفي

د افغانستان د ولسي جرګې د اتلس ګونو كميسيونونو ريیسانو په يوې ځانګړې غونډه كې، د انتخاباتوپه هكله د دوي اندېښنې او پوښتنې د اتنخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا له ريس سره شريكي كړې.

د دوي عمده پوښتنې داوې چې، اوس هم په ځينوسيموكې امنيت د ډاډ وړنه دى، په انتخاباتوكې د ښځوبرخه لږه ښكاري، په يوشمېرسيموكې دولتي مقامات د ځينو كانديدانوپه ګټه له دولتي صلاحيتونوڅخه كاراخلي اوداسې نور.

سره له دې چې د انتخاباتود خپلواك كمېسيون د دارالانشا ريئس داودعلي نجفي دغو پوښتنو ته ځوابونه وويل خو د دولت له نورو ارګانونو او په خاصه توګه يې له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې، د انتخاباتود ښه ترسره كېدوپه هكله دې، د دوي د پلانونوعملي كول نورهم جدي كړي.


د ولسي جرګې ريس محمديونس قانوني وويل، د انتخاباتوخپلواك كميسيون ترډيره حده د دوي كارونه پرمخ وړي دي، خو يوشمېرپوښتنې بايد د دولت له نورو ارګانونو سره هم شريكې شي، ښاغلي قانوني وويل:

د افغانستان د ولسي جرګې ريس محمديونس قانوني


"ريئسان، واليان، وزيران او داسې نور، د انتخاباتو د قانون او د انتخاباتي كمپاين د طرزالعمل له مخې نه شي كولی، چې د انتخاباتو په جريان كې له رسمي وخت، او رسمي صلاحيت څخه د كوم كانديد په ګټه كارواخلي."

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا ريئس ډاكترداودعلي نجفي وويل، دوي په انتخاباتوكې د رايو وركولواوه زره مركزونه چې، نهه ويشت زره محلونه پكې شامل دي، په پام كې نيولي دي.

ده وويل دهېواد د اوه ويشتو ولايتونو مركزونو ته يي د انتخاباتوضروري تخنيكي او لوژشتيكي مواد ور رسولي اوهركله چې امنيتي ارګانونه وغواړي ، د رايو وركولو پرمحلونو به وويشل شي.

ښاغلي نجفي زیاته کړه، په ځينوسيموكې دولتي چارواكي د كانديدانوپه ګټه د هغوي له صلاحيتونوڅخه كاراخلي او ویوويل:
"د امنيتي ستونزو ترڅرنګ د انتخاباتو په بهيركې د مسولوچارواكو مداخله هم يوه ستونزه ده. او موږغواړو چې د انتخاباتو له كميسيون سره پدې او داسې نورو برخو كې مرسته وكړو. او دولتي ارګانونو ته يې ورسوو چې د دې مخه ونيسي ترڅو انتخابات په شفافه توګه ترسره شي."

ښاغلي نجفي دا هم وويل، په كليوالو سيموكې پكارده چې ښځو ته د ښځينه پوليسو له خوا اسانيتاوی برابرې شي اوسره له دې چې دوي له دولتي ارګانونوڅخه د هغوې د ګمارل كېدوغوښتنه كړېده، خو تراوسه يي مثبت ځواب نه دى ترلاسه كړی.

دغونډې په پاى كې پريكړه وشوه، چې نورې پوښتني بايد د دولت له نورو ارګانونو سره په راتلونكي غونډه كې مطرح شي، ترڅو د نيمګړتياو پوره كولو ته تدابير ونيول شي.

XS
SM
MD
LG