د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

جانداد:اکثره سرغړونې دولتي چارواکي کوي


د فیفا ریس جانداد سپین غر
د فیفا ریس جانداد سپین غر

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد یا فیفا چارواکو تمه وښودله چې د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون به د دوي په راپور کې ثبت شوې سرغړونې په جدي توګه وڅیړي.

د فیفا ریس جانداد سپین غر چې د پنجشنبې په ورځ یې یوه خبرې کنفرانس ته خبرې کولې وویل، په دغه راپور کې د تېرو اتلسو ورځو انتخاباتي مبارزو په لړ کې دوه پنځوس سرغړونې ثبت شوي دي، چې اکثره یې په دولتي چارواکو پورې اړه لري:

"په دغو دوه پنځوسو مواردو کې یو دیرش موارد د دولت د ریس د اته دیرشم فرمان پر خلاف دی چې دولتي کارکونکي او چارواکي په انتخاباتي کمپاینونو کې له ګډون څخه منع کوي.

له بده مرغه یو دیرش موارد همدا ډول سرغړونې دي، شل نور موارد له دولتي امکاناتو څخه د یوه خاص کاندید لپاره ګټه اخیستل دي، چې دا هم د انتخاباتي مبارزو د تنظیم له دستورالعمل نه یو ډول سرغړونه ده."

راپور وايي، په تېرو اتلسو ورځو کې له شویو سرغړونو څخه یې څلورڅلوېښت د جمهوري ریاست کاندیدانو او اته نورې یې د ولایتي شوراګانو په کاندیدانو پورې اړه لري.

د افغانستان د ازادو ا وعادلانه انتخاباتو د بنیاد په راپور کې همداراز د هېواد په ځینو سیمو کې په امنیتي وضعیت اندېښنه ښودل شوې.

په دغه راپور کې د نا امنۍ دولس موارد ثبت شوي دي، چې په هغې کې په درېو کاندیدانو حملې او د هغوي اختطاف، پر انتخاباتي مبارزو حملې او د شپې پاڼو خپریدل شامل دي.

ښاغلي سپین غر وویل، په راپور کې ویل شوي دي، چې په ځینو ولایتونو او ولسوالېو کې خلک د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي:

د فیفا ریس جانداد سپین غر چې د پنجشنبې په ورځ یې یوه خبرې کنفرانس ته خبرې کولې


"په لسو ولایتونو کې امنیتي وضعیت ډير کړکیچن و او هلته خلک د انتخاباتو په جریان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه لري.

په څوارلسو ولسوالېو کې ستونزې لیدل شوي دي او زموږ څارونکو ثبت کړي دي چې په دغو ولسوالېو کې د رایې ورکولو مرکزونه په سختۍ سره جوړېدای شي.

دا یوه هغه ستونزه ده چې د انتخاباتو د کمیسیون پروګرامونه له ستونزو سره مخ کولای شي."

په داسې حال کې د افغانستان په بېابېو سیمو کې د وسلوال مخالفینو فعالیتونو روان دي، د اکثره کارپوهانو په باور هم د اسد د میاشتې د نهه ویشتمې نېټې د انتخاباتو د امنیت ټینګول د افغان دولت او نړیوالې ټولنې په وړاندې یو لوی چیلنج وي.

خو افغان او نړیوال ځواکونه ټینګار کوي چې د دغو انتخاباتو د امنیت ټینګولو لپاره یې پراخه پلان جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG