د دې كميسيون وياند نورمحمد نورد پنجشنبې په ورځ د ازادۍ راډيو ته وويل چې د جمهوري رياست د كانديدانو د انتخاباتي كمپاينونو مالي منابع او د نورو خصوصياتو معلوميدل ډير ضروري دي او بايد چې دې كميسيون ته څرګند شي.
"د سرطان د ۲۶مې نېټې نه تر ۲۸مې نېټې پورې مو وخت تعين كړاې دوي دى د يوې ميا شتې راپورونه په دغه موده كې د ټاكنو خپلواك كميسون ته راوړي كنه بيا به د دوي نومونه د شكاياتو كميسون ته سپارل كيږي او بيا د شكاېت حق نه لري.او كه چيري نه لري نو دوي د خپل راپورونه وړاندې كړي چې ما كمپاېن نه دی كړی او نه مې پېسې مصرف كړي دي."
ښاغلي نور،وويل چې په تيره يوه مياشت كې د جمهوري رياست د يوڅلويښتو تنو كانديدانو له ډلې څخه يوازې پنځلسو كانديدانو د خپلو انتخاباتي مبارزو د مالي لګښت په اړه دې كميسيون ته راپور وركړي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د وياند په خبره د جمهوري رياست شپږ ويشتو كانديدانو د خپلو انتخاباتي كمپاينونو د مالي منابعو د څرګندولو په برخه كې بي پروايي كړې او دا د ده په وينا د قانون خلاف عمل دى.
په عين حال كې د جمهوري رياست د كانديدانو د ګډې همكارۍ شورا چې دوه ويشت تنه كانديدان يي غړي دي هم د انتخاباتو له خپلواك كميسيون څخه غوښتي چې بايد د جمهوري رياست د كانديدانو د انتخاباتي مبارزو مالي منابع او د لګښت څرنګوالى ومومي.
جمهوري رياست ته د كانديد هدايت امين ارسلا مرستيال اسماعيل قاسميار په دې اړه خپله غوښتنه داسې بيان كړه:
"څومره ميلمستونونه،موټر او مصارف،د دفترونو لوړې كرايې او نور لګښتونه،دا ټول بايد وڅيړل شي چې له كومه كيږي،ايا د دغو پيسو د ترلاسه كيدو منابع د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته ښودل شوي،بايد په دې اړه خلكو ته پوره معلومات وركړل شي."
په راتلونكو انتخاباتو كې د جمهوري رياست د كانديدانو د انتخاباتي مبارزو د مالي منابعو او د لګښتونو په اړه د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته معلومات وركول ځكه حتمي بلل شوي تر څو معلومه شي چې كانديدان پيسې له كومه كوي ؟ ايا خپله يې لري او كه د قانون خلاف يې له بهرنيوهېوادونو، سياسي اشخاصو او ګوندونو څخه ترلاسه كوي؟
د انتخاباتو خپلواك كميسيون تر دې وړاندې ويلي وو كه چيري د جمهوري رياست كانديدان د خپلو انتخاباتي كمپاينونومالي منابع او د لګښت څرنګوالى دوى ته په ډاګه نه كړي نوښايي چې د انتخاباتي شكايتونو د اوريدو د كميسيون له خوا يې نومونه هم د كانديدانو له ليست څخه لري كړى شي.

