د اروپايي ټولنې هغه هییت چې د افغانستان راتلونکې انتخابات به څاري ،د خپل كار د پيل په لومړۍ ورځ وويل ، دوى به هڅه وكړي چې د افغانستان د انتخاباتو پروسه له هره پلوه وڅاري.
د دې پلاوي مشر فيليپ موغيون د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې دغو اوه شپيتو تنو نړيوالو څارونكو سر له ننه خپل كار پيل كړ اوله انتخاباتو څخه مخكې د انتخاباتي كمپاين لړۍ به هم وڅاري.
ښاغلي موغيون څرګنده كړه چې دوى به په افغانستان كې په اتو زونونو كې خپل څارونكي ځاى پرځاى كړي او له دغو زونونو څخه به په ولايتونو كې هم د انتخاباتو پروسه وڅاري:
"په دې پوهيږم چې په افغانستان كې وضعه خرابه ده خو ډېره هڅه به وكړو ترڅو په دې هېواد كې راتلونكي انتخابات ښه وڅارو.
د اروپايي ټولنې څارونكي چې افغانستان ته په همدې هدف راغلي باتجربه كسان دي چې كولاى شي د انتخاباتو پروسه له هره پلوه ارزيابي او وڅيړي."
د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د بهير د څارلو لپاره د اروپايي ټولنې دغه څارونكي له پنځه ويشتو هېوادونو څخه راغلي.
دوى وايي چې د ملګرو ملتو د سازمان، د بشر د حقوقو له خپلواك كميسيون، له مدني ټولنو، د ګوندونو او رسنيو له استازو او نورو ملي او نړيوالو څارونكو سره په همغږۍ به هڅه وكړي ترڅو په دې هېواد كې راتلونكي انتخابات په عادلانه توګه ترسره شي.
په عين حال كې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي چې د اروپايي ټولنې دغه څارونكي د دوى او د افغان حكومت په بلنه دې هيواد ته راغلي او هڅه كيږي چې د افغانستان راتلونكي انتخابات دملي او نړيوالو څارونكو ترڅارنې لاندې په شفاف ډول ترسره شي.
د دې كميسيون د دارالانشا رييس داود علي نجفي په دې اړه وويل:
"د انتخاباتو په پروسه كې د نړيوالو څارونكو موجوديت د انتخاباتو د شفافيت ضامن دى.
د افغانستان خلكو او نړيوالې ټولنې ته ډاډ وركوي چې انتخابات شفاف وو او كه نه، مونږ له دوى سره همكاري کوو او پر دې خوښ يو چې د افغانستان د انتخاباتو لړۍ څاري."
ده څرګنده كړه چې د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو راتلونكي انتخابات به كابو دوه لكه ملي او نړيوال څارونكي وڅاري او د اهڅه روانه ده ترڅو انتخابات له هره پلوه په عادلانه توګه ترسره شي.
خو د افغانستان په بېلابېلو برخو كې يو شمېر خلك او د سياسي ګوندونو او كانديدانو استازي داسې شكايتونه كوې چې د هېواد په ځينو سيمو كې امنيتي ستونزې زياتي دي، ملي او نړيوال څارونكي به ونه شي كولاى چې د انتخاباتو پروسه لكه څنګه چې لازمه ده وڅاري.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون بيا ډاډ وركوي چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په راتلونكو انتخاباتو كې به درغلۍ نه وي او دا پروسه به حتى په ناامنو ولايتونو كې هم د ملي او نړيوالو څارونكو تر څارنې لاندې په شفاف او عادلانه توګه ترسره شي.