د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۱

د رسینو د څارنې کمیسون د اطلاعاتو کلتور وزارت وروستۍ اعلامیه رد کړه

صدیق الله توحیديد انتخاباتو د خپلواک کمیسون د رسنیو د څارنې د ډلې مشر
صدیق الله توحیديد انتخاباتو د خپلواک کمیسون د رسنیو د څارنې د ډلې مشر

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنېوكميسيون د اطلاعاتو او كلتور له وزارت څخه غوښتي ترڅوهغه اعلاميې خپرې نه كړي چې د انتخاباتي كمپياينونو پوښښ په رسنېوكې ټكنى كوي.

د اطلاعاتو او كلتور وزارت په يوه تازه خپرې شوې اعلاميې كې ويلي دي چې د ځينو كورنيو او بهرنيو موسسو د ناسمو احصاېو خپرول د انتخاباتو پروسه غيرشفاف او ناعادلانه ښيي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسون د رسنېو رييس صديق الله توحيدي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل ځينې ارګانونه د انتخاباتوله كميسيون سره په تفاهم دغه ډول سروې اواحصايي ترسره كړيدي:

"د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنېو څانګه له يوې نړېوالې كمپنۍ سره چې ښه كاري وړتيا لري په رسمي توګه قرار داد كړى،نو ځكه د اطلاعاتوكلتور وزارت خپره شوې اعلاميه په جدي توګه ردوو او هېڅكله كومې بهرنۍ موسسې د رسنيوپه كميسيون باندې فشار نه دى اچولى."

دوو موسسو چې د اطلاعاتو او كلتورد وزارت له خوا غيرقانوني بلل شوي تازه يوه سروې كړې او ويلي يي دي چې د انتخاباتي كمپاينونو په لړكې د يو شمير رسنيو سرغړونې د ډيرېدو په حال كې دي او د انتخاباتي مبارزو له پېل نه تراوسه پورې ځينو رسنيو لسګونه تخطۍ كړي.

په دې سروې كې ويل شوي چې ځينې دولتي خپرونې او ملي راډيو ټلويزيون د ولسمشر اود جمهوري رياست د كانديد حامد كرزي څخه ملاتړ كوي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو د كميسيون رييس هم دې مسلې ته ګوته نيولې ده.

خو د باختر د دولتي اژانس رييس ضيا بوميا چې د اطلاعاتو او كلتورد وزارت په استازيتوب يې خبرې كولې وويل چې دولتي رسنۍ د ټولو كانديدانو خبرونه په متوازن ډول خپروي، ده څرګنده كړه چې د ناسمو احصايوخپرول په خلكو او د انتخاباتو په بهير بده اغيزه كوي:

"هېڅ كوم مثبته انګېرنه په دې كې نه شته مطلقا خلك غواړي چې په منفي لورې يې سوق كاندي او ملت ته يو منفي ذهنېت وركړي"

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت ويلي دي چې د دې ډول احصايو خپرول ښايي د افغانستان د انتخاباتو په وړاندې يوه لوېه دسيسه وي.

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو انتخاباتي مبارزې د كورنېو رسنيو له خوا ترښه پوښښ لاندې نيول كيږي او نړيوالې رسنۍ هم په دې برخه كې مهمې ليكنې او تبصرې خپروي.

د افغانستان د انتخاباتود خپلواك كميسيون د رسنيوكميسيون له ټولو دولتي اوغيردولتي رسنيو څخه غوښتي چې ټولو كانديدانو ته يو شانته زمينه مساعده كړي او د ژورناليزم له اصولوسره سمې خپرونې وكړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG