د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۴

د انتخاباتو کمیسون: انتخابات به ملي او نړيوال څارونكي وڅاري

د انتخاباتود خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور وايي نېږدي دوه نیم زره کورني او بهرني څارونکې به دا بهیر وڅاري.
د انتخاباتود خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور وايي نېږدي دوه نیم زره کورني او بهرني څارونکې به دا بهیر وڅاري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو راتلونكي انتخابات به څه باندې دوه لكه پنځوس زره ملي او نړيوال څارونكي وڅاري.

د دې كميسيون وياند نور محمد نور د شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې د اروپا كميسيون له دوى سره تعهد كړى چې سلګونه څارونكي به د افغانستان د راتلونكو انتخاباتو د پروسې د څارلو لپاره هېواد ته واستوي.

ده زياته كړه چې يو شميرهېوادونه، نړيوال ارګانونه، رسنۍ او د افغانستان د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو استازي او ژورنالستان به هم د انتخاباتو بهيروڅاري او حتى نړيوال څارونكي به د انتخاباتو د پروسې د څارلو لپاره نا امنو ولايتونو ته هم ولاړشي:

"په دې وروستيو كې موږ د اروپا د كميسيون سره هم تړونونه لاسليك كړي دي، دوى هم چمتو دي چې د افغانستان د ټاكنو څخه څارنه وكړي او ځيني نور، ملي او نړيوال نهادونه هم حاضر شو څو د راتلونكو انتخاباتو څارنه وكړي.
د دې لپاره موږ ښه زمينه برابره كړې ده، ممكن له ۲۵۰ زرو څخه د دوى شمير لوړ شي او دوى غواړي چې بېلابېل ولايتونو ته ولاړ شي."

ښاغلي نور وويل چې د انتخاباتو په ورځ به د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو استازي هم د انتخاباتو بهير وڅاري او كه چيرې كوم كانديد په ګټلو رايو قناعت ونه كړي نو د يوه سيستم له مخې به دهغه رايې په اسانۍ سره بيا وشميرل شي.

حقوق پوهان او سياسي څيړونكي هم د ملي او نړيوالو څارونكو له خوا د انتخاباتو د بهير څارل د ډيموكراسۍ يو اصل بولي خو دوى وايي چې ښايي د نا امنيو او ځينو نورو دلايلو له مخې د افغانستان د را تلونكو انتخاباتو پروسه لكه څنګه چې لازمه ده شفافه اوعادلانه نه وي.

د كابل پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانكزى هم ورته نظرلري:

"متاسفانه بايد ووايو چې د دوى پر وړاندې دوه اساسي ستونزې وجود لري، خصوصا د نړيوالو نظارت كوونكو په وړاندې.
اول دا چې دوى افغاني كلتور او فرهنګ سره ممكن ډېره آشنايي ونه لري. دويم تشويش دا دى چې د افغانستان په ځينو سيمو كې امنيت نشته كه چېرې دوى هلته لاړنه شي او نظارت يواځې د امن له سيمو څخه وكي نو د دوى نظارت به ناقص نظارت وي."

ټاكل شوې ده د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو راتلونكي انتخابات د روان كال د زمري يا اسد د مياشتې په نهه ويشتمه نيټه ترسره شي خو يوشمير كانديدان او سياسي ګوندونه داسې انديښنې لري چې په ځينوسيمو كې به د امنيتي ستونزو له امله انتخابات لكه څنګه چې لازمه ده ترسره نه شي.

دوى وايي چې په دغو سيمو كې ښايي په انتخاباتو كې درغلي هم وشي او د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ځينې كانديدان د نورو حقوق ترپښو لاندې كړي.

خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون ډاډ څرګندوي چې راتلونكې انتخابات به له هره پلوه په شفاف او عادلانه توګه ترسره شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG