د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۴

سپنتا : په انتخاباتو کې د بهرنیو لاس وهنو اندېښنې شته

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي د اتو سترو صنعتي هيوادونو په غونډه كې يې له نړېوالو وغوښتل د افغانستان د راتلونكو انتخاباتو د بهيرد څارني لپاره د نړيوالو څارونكوشمير زيات كړي.

د بهرنيو چارو وزير ډاكټر رنګين داد فرسپنتا وويل ،په انتخاباتو او د انتخاباتو په نتاېجو كې د ځينو بهرنېو هيوادونو او د سيمه ايزو چارواكو له خوا د مداخلي امكان شته خو ده څرګنده كړه چې په افغانستان كې د شفافو او ازادو انتخاباتو د ترسره كېدو لپاره هلې ځلې دوام لري:

"له نړيوالې ټولنې څخه مو وغوښتل چې په افغانستان كې د نړيوالو څارونكو شمير زيات كړي ترڅو د انتخاباتو لړۍ ښه وڅاري.
په كابل كې د ملګرو ملتونو د دفتراو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ترمنځ همكاري يوبله وسيله ده چې كولاى شي په افغانستان كې د شفافو اوعادلانه انتخاباتو د تر سره كېدو په برخه كې ګټورواقع شي."

د افغانستان د بهرنيو چاورو وزير د انتخاباتو د امنيت په اړه هم خبرې وكړي او ويل يي چې د تروريستانو د ځپلو لپاره د افغان، پاكستاني او نړيوالو ځواكونو ترمنځ د پراخو او هم غږیو پوځي عملياتو ترسره كېدو ته ضرورت شته:

"افغانستان په دې باور دى،كه چيرې مونږ پوځي عمليات په يوه وخت په پاكستان اوافغانستان كې پيل كړو ترڅو تروريستان له دې هيواد نه پاكستان ته او له هغه هيواد نه افغانستان ته د تګ راتګ وخت پيدا نه كړي نومونږ به وكولاى شو چې تروريستان وځپو.
زه هيله من يم چې افغان،پاكستاني اونړيوال ځواكونه په دې برخه كې مهم او هم غږې ګامونه اوچت كړي ."

ټاكل شوې ده چې په افغانستان كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د روان كال د زمري يا اسد د مياشتې په نهه ويشتمه نيټه ترسره شي خو د انتخاباتو د نيټې له نژدې كيدو سره سم امنيتي انديښنې هم زياتي شوې دي.

خلك وايي چې په ځينو ولايتونو كې امنيتي وضعه ددې جوګه نه ده چې رايه اچوونه په كې ممكنه وي، په عين حال كې كارپوهان وايي، كه چيرې د افغانستان په ټولو سيمو كې جدي امنيتي تدابير ونه ونيول شي نو ډير شمير خلك به په انتخاباتو كې برخه وانه خلي او د انتخاباتو شفافيت به تر پوښتنې لاندي راشي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG