د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۲

ارمغان وحدت: راتلونكى ولسمشر دې د هېواد ځوانان نه هېروي

د ارمغان وحدت په نوم د ځوانانو يوې فرهنګي ټولنې د شنبي په ورځ، يوه غونډه جوړه كړى وه، چې دولت بايد د منظمو پروګرامونو له لارې په ټولو چارو كې ځوانانو ته برخه وركړي.

د ارمغان وحدت په نوم د ځوانانو د يو ټولنيز او فرهنګې سازمان مسئولينو وويل، هر څوك چې په راتلونكو انتخاباتو كې دهېواد د جمهور ريیس په توګه انتخابيږي بايد د هېواد ځوانانو ته داسې پروګرامونه ترتيب كړي چي دوى يو موټي او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ كې فعاله برخه ولري.

د دې ټولنې يو تن مسـئول عبدالصمد مشتاق وويل، ځوانان دهېواد لويه شتمني او قوت دى، خو اوسمهال له ډول ډول ستونزوسره مخ دي، كار ورته نه پيداكيږي او ډير يې له زده كړو بې برخي دي.

ده زياته كړه اوس د دې وخت رارسيدلى چې دهېواد ځوانان دې د يو والي لپاره ځانګړي پروګرامونه ترتيب او په پلي كيدوكې ورسر ه دولت او نړيواله ټولنه مرسته وكړي:

"ځوانان بايد له اوسنيو شرايطو ګټه پورته كړي او داسې يو مثبت حركت پيل كړي چې په ټولنه كې خپل نقش ثابت كړي، خو دولت او نړيواله ټولنه يې بايد ترشاودريږي."

د هېواد ګڼ شمېر ځوانان په اوسنيوشرايطو كې د اقتصادي ستونزو له امله، له زده كړو بې برخې دي. د كابل پوهنتون يوتن محصل عبدالرووف وايي:

"له هغې وروسته چې ځوانان دهيواد له پوهنتونونو څخه فارغيږي، د كار زمينه ورته نه برابريږي، دهمدى له امله له ستونزوسره مخ كيږي اوټولنه بې نظمه كوي."

د ارمغان وحدت په نوم د ځوانانو ټولنيز اوفرهنګي سازمان په داسې حال كې دهېواد د ځوانانو د يووالي غږ پورته كوي چې، په هېواد كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو كمپاينونه په زور او قوت سره پرمخ ځي.

د همدې له امله د ځوانانو، ښځو او نورې ټولنې مخكې له مخكې په راتلونكي جمهور ريئس غږ كوي چي، په خپلو پروګرامونو كې دې د دوى نقش ته ځاى وركړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG