حامد کرزي له ځینو کاندیدانو سره په کابل کې د امریکا د سفیر لیدنو ته په اشارې سره وویل، د دارنګه لیدنو کتنو مخالف نه دی خو د بهرنیو ډیپلوماتانو سره د کاندیدانو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګنديدل او بیا د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې کول ورته د اندیښنې وړ دي:
"موږ له بهرنیانو سره د کاندیدانو په لیدنو هیڅ تکلیف نه لرو، په مطلقه توګه په حقه دي. سل په سلو دې وشي او موږ یې لا هڅوو چې دا ډول ملاقاتونه وشي.
هغه څه چې موږ یې په اړه نظر درلوده، هغه د یوه بهرنیي سفیر په مخ کې د داسې جدي او حساسو پروګرامونو اعلانول وو چې زموږ د خلکو احساسات راپاروي.
په دې اړه موږ انديښنه لرو، که نه نور خو مطلق حق لري چې مذاکره وکړي، خبرې وکړي او د خپلو پروګرامونو په اړه ووايي."
جمهور رییس وویل، ځینې کاندیدانو په هېواد کې د نظام بدلون غواړي، د غیر متمرکز سیستم د رامنځ ته کېدو خبره کوي او هغه بیا له بهرنیو ډیپلوماتانو سره مطرح کوي.
حامد کرزي په تونده لهجه خبرداری ورکړ چې په وینا یې د افغانستان خلک په دارنګه پلانونو خوښ نه دي او له هغو هېوادونو سره به جدي چلند وشي چې ملاتړ یې کوي.
په دې وروستیو کې په کابل کې دا مریکا سفیر ایکن بیري د جمهوري ریاست له دریو کاندیدانو ډاکتر اشرف غني احمدزي، ډاکتر عبدالله عبدالله او میرویس یاسیني سره څو ځلې وکتل.
خو امریکايي ډیپلوماتانو د افغان دولت د اندیښنو په ځواب کې په ډاګه ویلي چې دغه لیدنې او کتنې یې د کوم خاص کاندید د ملاتړ او یا مخالفت په مانا نه دي.
جمهور رییس حامد کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د خپلو ځینو سیالو کاندیدانو غوښتنه مني چې د مخامخ مناظرې بلنه یې ورکړې وویل:
"زه په ټوله معنی حاضر یم چې دا کار وکړم. خو موږ دلته څلویښت کاندیدان لرو، دا څوک وټاکي چې زه له چا سره کښینم او په یوې تلویزیوني مناظرې کې ګډون وکړم.
موږ باید داسې یو حالت رامنځ ته نه کړو، چې مخکې له مخکې پریکړه وکړو چې کرزی او فلانی او فلانی ښه کاندیدان دي، د وړلو چانس لري او نور هیڅ دي.
د اسمه نه ده، د ټولو کاندیدانو د حقوقو برابري باید په ټوله معنی مراعات شي. په هغه چوکاټ کې بیا زه حاضر یم چې په تلویزیوني مناظرې کې ګډون وکړم."
جمهور رییس حامد کرزي یو ځلې بیا پر خلکو غږ وکړ چې د جمهور ري ریاست او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.
هغه په ځانګړې توګه له طالبانو او نورو وسلوالو مخالفینو وغوښتل چې په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي هغه څه چې وسلوالو مخالفینو په کلکه رد کړي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د زمري د میاشتې د ۲۹ نیټې انتخاباتو ته د انتخاباتي کمپاین له پیل نه حامد کرزی د خپلو سیالانو له خوا په دې تورن دی چې په خپلو تبلیغاتو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخلي.
خو نوموړي په خپلو خبرو دغه تورونه بې اساسه وبلل.
د ټولو کاندیدانو د حقوقو برابري باید په ټوله معنی مراعات شي. بیا زه حاضر یم چې په تلویزیوني مناظرې کې ګډون وکړم.
کرزی