د (زما کور، زما کلی) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
پښتانه په افغانستان، د پاکستان په قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو، کراچۍ او د پاکستان په ځېنو نورو صوبو او سیمو کې خپاره پراته دي. دوی له مودو راهیسې له یو بل، د بېلا بېلو وجوهاتو په اساس، لرې پاتې شوي دي. زما کور، زما کلی خپرونه د دې پښتنو تر منځ د مجازي رابطې یوه وسیله ده. وسیله په دې شکل چې یو خو پښتانه زیاتره په کلیوالو سیمو کې اوسي، او بل دا چې که د خوست په ولایت کې د یوه وړوکي کلي اوسېدونکي ته وویل شي چې د صوابۍ په یوه کلي کې هم هسې دود دستور دی او کلیوال ژوند یې د خوست کلي ته ورته دی نو دا دواړه کلي له یو بل سره د ورته والي او پښتونولۍ په اساس وتړل شي، سره یې رابطه وي.
که په لنډو ټکو کې وویل شي، نو زما کور، زما کلی د پښتنو د کلیوال ژوند انځور یا تصویر جوړوي.
دا خپرونه د پښتنو په کلیو کې د غم - ښادۍ، دود - دستور، لرغوني اثارو، ټولنیز- کلتوري او ټولنیز- اقتصادي ژوند د هم هغو کلیو د اوسېدونکو او بېلا بېلو کتابي حوالو په بنیاد بیانوي او د دې کلیو د خلکو وړې لویې ستونزې هم د راډیو په وسیله واکدارانو ته رسوي.
دا خپرونه خپل یو مزاج او جوړښت لري او هر ځل په کې د یوه نوي کلي، نوې - زړې خبرې په نوي انداز بیانېږي چې لرې، لرې پرتو زیاتره پښتنو ته ځېنې خبرې او دودونه نوي او په ځېنو کې بیا ورته د خپل کلي انځور ښکاري.
زما کور، زما کلی خپرونه د مشال راډیو شاهین بونیری جوړوی او تاسې هره اوونۍ، د اتوار و ګل (یکشنبې او دوشنبې) په ورځ د هغو کلیو په سفر بیايي چې ډېری کسان یې نه نوم پېژني او نه یې هم د چینو، غرونو، پټیو او چینارونو پر لار کله تللي وي!!