په خېبر پښتونخوا کې هم سږ کال عیسویان کرسمېس په سادګۍ لمانځي او د خپل مذهبي اختر ټولې مېلې او خوشالیانې یې له منځه اېستلې دي. له پېښوره د شبیر جان ویډیو
د سيګي اېپسوس نړیوالې سروې په نوم د انټرنیټ پر امنیت په شوې نظر پوښتنه کې له ۲۴ هېوادونو د شخصي راز ساتنې، انټرنیټ او انټرنیټي امنیت په اړه مالومات غونډ کړل شوي دي.
د پېښور اوسیدونکي وايي دا چې د پېښور او د پاکستان د نورو برخو په اخترونو کې د ورځو توپير موجود وي ، نو دې کار دوی خپه کړي دي. د مشال راډیو د همکار ځلاند یوسفزي سره د خبرو پرمه
د پښتو ژبې تکړه او وتلی ملي او ولسي سندرغاړی خیرمحمد خندان د ورپيښې ناورغۍ له کبله تېره شپه د ۶۷ کالونو په عمر د پيښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
افغانستان په دې وروستیو کې د کرکټ په میدان کې خپل نوم تر ډیره بریده ښه ځلولی دی چې په دې کار سره افغان لوبډلې خپل ښه نوم ځلولی دی. د کرکټ د لوبغاړو دغو بریاوو د
له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت خان تحصیل وویل، دی له لسو میاشتو راهیسې د پښتورګو (ګردو یا بډوډو)، معدې او د تور ژیړي رنځونه لري او دا مهال د کوز دیر په تلاش شمشي خان سیمه کې په تمبو کې په سخته ګرمۍ کې د بې وسۍ ژوند تېروي.
په افغانستان کې ټولنیزې رسنۍ دومره مهمې شوې دي چې د ولسمشریزو انتخاباتو پر وخت نوماندانو پر فېسبوک پاڼې جوړې کړې او خپل کیمپېن یې پر انټرنیټي هجرو هم پر مخ یووړ.
د ننګرهار د سولې ولايتي کميټې له اړخه د اچين سرحدي ولسوالۍ اړوند کليو کې يو څلويښت ژورې څاګانې ګټې اخيستنې ته پرانستل شوې.
په کورمې ایجنسۍ کې د مناتو ځایي اوسېدونکي وايي، چې په سیمه کې له تېرو درو کلونو راهیسې امنیتي ځواکونه د دوی په کورونو کې استوګن دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن ېيچ سي ار ويانده وايي، د پاکستان حکومت ورته د شمالي وزرستان له کډوالو سره د مرستو کولو غږ نه دی کړی
د خوست ګربزو کې له ډیورنډ کرښې پورې غاړې وزیرستانيو کډوالو ته یو لوی پنډغالی پرانیستل شوی. کډوال تمه لري چې د کېمپ په جوړېدو به ورته د افغان حکومت، نړۍوالو مرستندویه او خیریه موسسو مرستې ورماتې شي او د اوسیدو لازمې اسانتیاوې به ولري. خوستي ځوانان او مشران هم وزیرستانيو میلمنو ته بسپنې راټولوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته