په خوست کې د کریکټ لوبې له پاره د یو ستر لوبغالي د جوړیدو کار پیل شو، نوموړی لوبغالی، چې د المان هېواد په مالي مرسته د څه د پاسه اته لکه یورو په لګښت د دوه کالونو په موده کې جوړیږي، د د کریکټ په برخه کې به د ملي او نړیوالو لوبو جوګه وي او په یو ځل به تر شلو زرو د ډېرو کسانو د ځایدو ظرفیت ولري.
په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې تر سيوري لاندې د وړيا زده کړو دويمه دوره د نهې په ورځ پيل شوه.
د جنورۍ شلمه نيټه د عدم تشدد د فلسفې د بانې او خدايي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان د شپږ ويشتم تلين سره برابره ده چې په لر او بر پښتونخوا کې به د فخر افغان باچا خان په ياد کې بيلابيلې غونډې جوړيږي.
افق شرق ملکي الوتکې چې په لومړني بهیر کې به مرکز ښرنې ته الوتنې ولري، په یو ځل د پنځوس سپرلیو د پورته کولو توان لري
د پښتنو په قبایلي سیمو کې د روان تاوتریخوالي له لاسه هلته د سلګونه زره زدکوونکو تعلیمي بهیر له یوه سخت لوی کړکېچ سره مخامخ دی. د هغوی سکولونه په بیا بیا د ترهګرو په بمي بریدونو کې الوځول کېږي.
د افغانستان نوموتی شاعر او ليکوال استاد محمد صديق پسرلی چې د تير ګل په شپه په هندوستان کې د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ، جنازه يې د چهارشنبې په ورځ د کابل په عيدګاه جومات کې ادا او د شهداي صالحين په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.
د بالا حصار کلا خواشا ۵۰۰ کاله وړاندې مغل باچا ظهیرالدین بابر جوړه کړې وه، او پېښور چې کله د افغانستان د ژمي پلازمېنه وه نو پښتنو باچهانو به هم دغه کلا د خپل مرکز په توګه کاروله.
په افغانستان کې د فوټبال مینه وال او د دې رشتې پخواني لوبغاړي د عادلانه لوبې د جایزې په ګټلو خوښ دي او افغانستان یې اصلي حقدار بولي.
دا یوازې دچپې درې اوسیدونکي نه دي چې د مرستو د وېش په اړه شکایت کوي بلکی له دې څو ورځې وړاندې د کونړ په ګاونډ نورستان کې هم خلک ورته شکایت کوي
د هند په اړه يوه وخت فکر کېدلو چې په دغه هېواد کې، چې د نفوسو شمېر يې زيات دی او ورڅخه زياتره يې غريب خلک دي، د پوليو ضد پروګرام عملي کول به يو ستونزمن کار وي.
د افغانستان پېژندل شوی شاعر او ليکوال استاد محمد صديق پسرلي تېره شپه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته