د سروزرو بييو کې له تير څلور ورځو راهیسې په سلو کې ۸ فيصده جګوالي ريکارډ شوی دی او د دې وجه په نړيوال مارکيټ کې د امريکا د پورونو اعتبار درجه بندی کې ټيټوالي او يورپ کې د قرضو اخیستو بحران دی.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيره سوزان رایس وایي چې واشنګټن اوس په دي خبره باور لري چې شام به د ولسمشر بشار الاسد بغير يو غوره ځای وي، ځکه چې دوی خپل قانوني حيثيت بايللی دی.
په بنګله دېش کې يو ځانګړی عدالت نن د هغو اسلامي سخت دريزه مشرانو په ضد د مقدمې اورېدنه کوي چي د ۱۹۷۱م کال د خپلواکۍ په خونړۍ جګړه کي د ولس په وژنه تورن دي.
سپنۍ ماڼۍ په خپل خپور شوي بيان کې دا دستوره خاموشه او غمزده بللې او ويلي یې دی چې دا د قرباني يو لوی مثال وو.
د يوي اونۍ راهیسي د لندن په ځینو سيمو کي شورو شوي بغاوت او د شوکې او لوټ په کاروايانو کي پوليسو تر دې دمه څه باندي يو سل او شپيته کسان نيولي دي.
خلیجي هیوداونو په شام کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. خو د بشرالاسد رژیم احتجاج کوونکي هغه وسله والې ډلې بولي چې د رژیم په وینا هیواد ته زیان رسول غواړي.
پورونو د درجه بندۍ یوې نړیوالې اېجنسۍ سټینډرډ اینډ پوورز د امریکا د حکومت د قرض اخیستو د باور لوی معیار، یوه درجه را ښکته کړی دی.
نړیوال بازارونه د جمعې په ورځ هم د دې اندېښنو چې په امریکا او اوروپا کې د پورونو بحران په نړیواله ډول د نوي مالي بحران لامل جوړېدای شي
فرانس پریس خبري اژانس لیکي، د ناروې په اوسلو ښار کې مسلمانانو په یو جماعت کې د شپې د لسو بجو لګ مخکې روژه ماته کړه.
ډپلوماټو ویلي چې لویدیز هیوادوونه دې په شام کې د مظاهره چیانو پر ضد د شامي ریژیم لخوا د روان تشدد غندلو لپاره د خپل پرېکړه لیک مسوده بیا وړاندې کړي.
د ریپلیکن ګوند په اکثريتي اېوان کې د بیل په ملاتړ ۲۶۹ او مخالفت کې ۱۶۱ رایې ورکړل شوې چې د منلو ډېر ووټونه ریپبلیکنو ورکړي.
د چین چارواکو د دې هیواد په لویدیځه سیمه کې د پرونۍ پېښې چې شپږ تنه پکې ووژل شو په اړه ویلي چې برید کوونکو یې په پاکستان کې روزنه ترلاسه کړېوه.خو پاکستان لا څه نه دي ویلي
نور وښیئ