د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ((نيمې نړۍ غږ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست

د پاکستان قبايلي سيمې او خېبر پښتونخوا صوبه د مودو راهيسې د ښځو په برخه کې شاته پاتې دي. دلته زياتره ښځې د کور په څلورو دېوالونو کې دننه ژوند تېروي او له ټولنيزو او سياسي حقونو بې برخې پاتې شوي دي. خو اوس يو شمېر پښتنې مېرمنې نه يوازې له نارينوو سره اوږه په اوږه د ټولنې په بېلا بېلو څانګو کې کار کوي بلکې د نورو مېرمنو د رابيدارولو، هڅولو او د دوی د حقونو لپاره يې بډې رانغښي دي. اوونيزه خپرونه ((د نيمې نړۍ غږ)) د همداسې تنظيمونو په اړه ده چې په قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو او د دوی د ځواکمنولو لپاره کار کوي.

دا خپرونه هره شنبه يا خالي د ماځيګر پر ۴:۱۵ بجې (کابل) او ۴:۴۵ (پېښور) او په تکراري ډول هره يکشنبه يا اتوار د ماسپښين پر ۱۵:۱ بجې (کابل) او ۱:۴۵ (پېښور) اورېدلای شئ.

د خپرونې کوربه احمد شاه اعظمي دی.

XS
SM
MD
LG