د رېپبلېکن ګوند له خوا د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ انتخاباتي بریا پر ضد په زرګونه خلکو په نیویارک کې د نوموړي ودانۍ – ټرمپ ټاور – مخې ته مظاهره کړې. دوی وايي، غواړي ښکاره کړي چې د ټرمپ ټاکنې ضد دي. د رویټرز اژانس ویډیو.
دا سمه ده چې موږ هېڅ شی نشو بدلولای او هر څه چې پېښ شوي باید و یې منو، خو موږ غواړو وښيو چې غوسه یو. دا خواشینوونکې ده. او دا سمه ده چې موږ هېڅ نشو بدلولای خو پر دې خوشالي احساسوم چې له خپلو وروڼو، خویندو او هغو خلکو سره یو ځای ولاړ یم
تمه وه چې په هغو ایالتونو کې به ډېموکراټ ګوند زیاتې رایې تر لاسه کړي چې پکې د رېپبلېکن ګوند پلویانو اکثریت نشته. خو رېپبلېکن ګوند په هغو ایالتونو لکه پېنسلوېنیا، شمالي کیرولاینا، فلورېډا او نیو همپشایر کې د سېنېټ (سنا) په ټاکنو کې بریا ترلاسه کړه او په جرګه کې یې له ډېموکراټ ګونده زیاتې څوکۍ وګټلې.
د امریکا منتخب صدر ډونلډ ټرمپ به د راتلونکي کال د جنورۍ په شلمه د ولسمشرۍ چوکۍ سنبالوي. په نړۍ کې د نوموړي په منتخب کېدو بېلا بېل غبرګونونه مخې ته راغلي دي.په پاکستان کې سیاسي ګوندونه د ټرمپ کامیابۍ ته څنګه ګوري؟
د مثال په توګه ټرمپ ویلي دي چې له روس سره به ښه تعلقات ساتي چې له امله یې دواړه هېوادونه کولی شي اسلامي دولت وسله والې ډلې ته په ګډه ماتې ورکړي. نوموړي په ستمبر کې ویلي ول چې له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره به ډېر ښه تعلق ساتي او د براک اوباما پرتله به ورسره مذاکرات په زیات ښه ډول کولی شي.
د جرمني دفاع وزیرې اورسولا فن دېر لېین ویلي، د امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو نتیجه ورته لویه ((صدمه)) وه. نوموړې پوښتنه کړې، چې ایا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د ځواکمنو هېوادونو تر منځ اړیکي خو به له خطر سره نه وي مخامخ؟
روسي ولسمشر ولادمیر پوتین، ډونلډ ټرمپ ته د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو په ګټلو مبارکي ورکړې. ده د چارشنبې پر ورځ د نویو سفیرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، مسکو له واشنګټن سره د خرابو اړیکو ښه کولو په لړ کې د خپلې برخې کار کولو ته تیار دی. ده زیاته کړه چې ښايي دا کار مشکل وي. د اې پي ویډیو.
د رېپبلېکن ګوند نوماند ډونلډ ج. ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي. نوموړي د ډېموکراټ ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن ته ماته ورکړه او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه به د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه دنده پیل کړي. په انتخاباتو کې تر بریا وروسته ټرمپ وویل، د ټولو امریکایانو ولسمشر به وي. ویډیو.
د رېپبلېکن ګوند نوماند ډونلډ ج. ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي. نوموړي د ډېموکراټ ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن ته ماته ورکړه او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه به د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه دنده پیل کړي. د ټرمپ ژوند په اړه ویډیو وګورئ.
اویا کلن ډونلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر وخت هوډ کړی وو چې له امریکا به یوځل بیا د نړۍ یو ستر هېواد جوړوي
د امریکا نوی ولسمشرډونلډ ټرمپ به د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه له سوګند کولو سره سم په سپینه ماڼۍ کې کار پيلوي. ټرمپ د فلورېډا، اوهایو او شمالي کارولاینا ایالتونو کې بریا تر لاسه کړه او ډېرې انتخاباتي رایې (الېکټورل ووټس) یې وګټل.
ډونلډ ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر منتخب شوی دی. د جایدادونو او ځمکو کاروبار کوونکی ټرمپ د نیویارک په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی وو او خپل کاروبار یې تر ټېلېوېژن او د ښکلا تر سیالیو پراخه کړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته