د لاسرسي ځای

تازه خبر

د (اتلان) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

دا خپرونه د هغو افغانو پښتنو اتلانو د ژوند، اند او زیار په اړه ده چې خپل ټول عمر یې د خپل وطن او قام د سر لوړۍ، ښه ژوند، پرمختګ او ښه نوم لپاره وقف کړ.

د اتلان خپرونې موخه هغه کسان او د هغوی فکر او کار بیا ژوندي کول دي چې یا خو هېر کړل شوي دي او یا هم د هغوی هیڅ ذکر په تعلیمي نصاب، ټولنیزو پروګرامونو او غونډو کې نه کېږي.

په دې خپرونه کې د هر اتل د ژوند، اند او زیار په اړه له بېلا بېلو پوهانو سره بشپړه بې پرې، بې طرفه او عیني یا واقعي خبرې کېږي چې داسې و نه ښکاري چې د هر اتل د ژوند او اند ښه والی ښکاره شي او دا خپرونه یو تبلیغ وبرېښي. بلکې په اتلان کې تاسې د ټولو اتلانو د ژوند له هغو نیمګړتیاوو هم خبرېږئ چې پخوا یې شننه یا تحلیل یا تجزیه نه وه شوې.

اتلان هره اوونۍ د مشال راډیو بشیر ګواښ جوړوي.

تاسې د دې خپرونې ټولې تازه او پخوانۍ برخې پر دې پاڼې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG