په "سروې" خپرونه کې مو دا اوونۍ له ریحانه ګل سره خبرې کړې دي. هغه پېښور کې یواځېنۍ ښځینه ژورنالیسته ده چې په نابینا ده. نوموړې اوس مهال د پښتونخوا راډیو اف اېم کې د "مشالونه" په نوم یوه ځانګړې خپرونه پرمخ وړي. د ریحانه ګل د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ. د خپرونې کوربانه ملیحه امیر زاد