د مشال په نوم خپرونه کې نجیب عامر د اورېدونکو پيغامونو ته ځوابونه وايي. دې خپرونې ته اورېدونکي د وټس اپ له لارې پيغامونه رالېږلی شي. زموږ د وټس اپ شمېره ده: 00420773647496. خپرونه د زیارت په ورځ په درې نیمو، د جمعې په ورځ په یوه نیمه او د اتوار په ورځ په څلورو بجو خپرېږي.
د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د نامتو هندي عالم او لیکوال مولانا وحیدالدین خان د ژوند او کار په اړه راپور، د خیبر د ملاګورو سیمې د یو ځوان شاعر سیال محمد سیال سره مرکه او د رسول حمزاتوف د کتاب زما داغستان د یوې بلې برخې پښتو ژباړه اورېدلی شئ.
د دې اوونۍ "هارون باچا هنری ګړۍ" حپرونې ته مو له پېښوره موسيقار او سندرغاړی اصف علي مېلمه کړی.
په پاکستان کې يوه غير حکومتي تحقيقاتي اداره انسټيټيوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډيويلپمېنټ وايي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۰ز کال کې د انټرنېټ ازادۍ کې ډېر کمۍ راغلی دی. ادارې په کلني رپورټ دا
د دې اوونۍ د "ځوانانو غږ" خپرونې ګډونوالو وویل، پښتانه به هغه مهال له نورو قامونو سره سیالېږي چې کتاب خپل کړي. د ځوانانو په خبره، بايد زده کونکي د خپلو نصابي کتابونو ترڅنګ د ساينس، تاريخ، سياست او نورو ټولنيزو موضوعاتو په اړه هم کتابونه ولولي. دوی دا څرګندونې د اپرېل پر ۲۳مه د کتاب او د خپراوي حقونو
په پاکستان کې د څو ورځو تر مظاهرو او اخ و ډب وروسته د حکومت او تحريک لبيک ترمنځ د اپرېل پر ۲۰مه يو تړون وشو چې له مخې يې حکومت د تحريک لبيک غوښتنې منلې دي. په دې کې یوه هم له پاکستانه د فرانس سفير د اېستلو هم ده. د پاکستان حکومت په دې اړه وار له مخه په قامي اسمبلۍ کې پرېکړه
د خیبر پښتونخوا حکومت ادعا کوي چې په صوبه کې یې د روژې پر مهال ارزانه بیه بازارونه پرانېستي دي خو ځايي خلک وايي چې وړومبې خو په دغه بازارونو کې د ضرورت شیان موجود نه وي، او که وي هم نو معیار يې ښه نه وي. په ځانګړی توګه په قبایلي ضلعو کې خلک د ګرانۍ له کبله ډېر ګیله من دي.
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په پاکستان کې د تحریک لبیک ډلې د پلویانو قهرجنو مظاهرو، تاوتریخوالي او حکومتي غبرګون موضوع څېړلې. د اپرېل پر ۱۴مه، حکومت پر دې ډلې د بندیز لګولو پرېکړه اعلان کړه او د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وویل چې پر دې موضوع کابینې ته لیک استوي. بحث د غږ په ځای کې واورئ.
نور وښیئ