د تحریک انصاف مشر عمران خان د حکومت ضد ولسي غونډو او د ضمني انتخاباتو کیمپېن ته دوام ورکړی او ژر د ټولټاکنو د نېټې اعلانولو غوښتنه کوي. نوموړي په خپلو ویناوو کې کله په اشارو او کله هم مستقیماً پر پوځ نیوکې کوي خو د سېپټېمبر پر څلورمه یې د پوځ د نوي مشر ټاکنې په اړه څرګندونې د حکومت، پوځ او سیاسي