د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پښتو او اردو ډرامو يو نوميالی اداکار ارشد حسين دی. نوموړی په پېښور کې اوسي او په وروستیو کې یې "په ټولبند کې د روزي" (روزي اېن لاک ډاون) په نوم يو ټېلي فلم پر يوټيوب خپور کړی دی. دی د فلم د کيسې ليکوال او هم هدايتکار دی. خپرونه دلته واورئ.