په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې ترهګر بریدونه زيات شوي، په سوات کې قامي جرګې او په بنو کې د دوکاندارانو اتحادیې د یو احتجاجي لاریون له لارې په سیمه کې د امنیت پر ځای کولو غوښتنه کړی ده. دا بریدونه وروستو له هغې ډېر شوي چې تحریک طالبان پاکستان خپلو وسلوالو ته پاکستان کې د بريدونو کولو امر کړی.