په مشال مرکه کې مو د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) صوبايي سېکرټر نديم عسکر مېلمه دی. نوموړی د هغې جرګې په مشرانو کې شامل دي چې په وروستيو کې یې احتجاجي مظاهره کړې وه او له حکومته يې غوښتنه کړي وه چې د شمالي وزيرستان په شوه تحصيل کې موندل شوی ګیس دې لومړی د سیمې اوسېدونکو ته ورکړي. بشپړه مرکه واورئ.