داسې برېښي چې ډېموکراټانو د استازو جرګې دننه خپل کنټرول پر ځای ساتلی خو لا دا روښانه نه ده چې ایا هغوی به د ځینو له وړاندوینو سره سم پکې خپل اکثریت پراخه کړای شي او که نه؟
امتياز عالم وايي، هغه ته نه ښکاري چې په دغه سيمه کې به د امريکا په تګلاره کې څه غټ بدلون راشي او د ده په خبره واشګټن به غواړي چې له هندوستان سره خپلې ستراتژيکې ملګرتيا ته دوام ورکړي
په امریکا کې د نومبر درېیمې ولسمشریزو انتخاباتو بشپړې نتیجې ښايي څو ورځې وخت ونیسي خو دا ځل د پخوا پرتله خورا زیاتو خلکو پکې رایې کارولې دي.
د رېپبلېکن ګوند له لوري ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند دی. پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن د ډېموکراټ ګوند نوماند دی. پر دې نقشه د امریکا په هر ایالت کې د انتخاباتو نتیجې لیدلای شئ.
په دغو انتخاباتو کې د دوو زيات توپير لرونکو کانديدانو ترمنځ په داسې وخت کې سيالي کېږي چې کورونا وبا لا له وړاندې انتخاباتي کمپیاینونه اغېزمن کړي دي.
په امریکا کې نن د ولسمشرۍ انتخابات کېږي. په دې انتخاباتو کې د ریپبلیکن ګوند امیدوار ډونلډ ټرمپ او د ډیموکرېټ ګوند د امیدوار جوبایډن ترمنځ مقابله ده. امریکايي ولسمشریز انتخابات یو ځانګړی عمل دی چې پکې که یو امیدوار د عامو خلکو په ووټونو اکثریت ترلاسه هم کړي خو په (الیکټورل کالج) کې ناکامه شي نو ولسمش
د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په درېیمه کېږي چې پکې اوسنی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ کاندید دی. ډېموکراټ سیال یې جو بایډن پخوا مرستیال ولسمشر پاتې شوی . د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې په دې ویډیويي کې د ډانلډ ټرمپ شخصي او سیاسي ژوند ته کتنه شوې.
د نومبر پر درېیمه په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخاباته کېږي. ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې انتخاباتو کې د ډېموکراټ ګوند له تجربه کار سیاستوال او پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن ته مخامخ دی. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په ویډیويي رپورټ کې د جو بایډن شخصي او سیاسي ژوند ته کتنه شوې ده.
د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې دا ځل لسګونه میلیونه ووټونه د ډاک له لارې اچول شوي. همدا لامل دی چې د انتخاباتو نتیجې ښايي د نومبر پر درېیمه روښانه نه وي. تر انتخاباتو وروسته ښايي تر ورځو، ورځو قانوني لانجې وي، ووټونه بیا وشمېرل شي او د درغلۍ دعوې هم وشي.
نور وښیئ